د ایمان د بنسټونو تشريح

په دي علمي ماده کي د ايمان د ارکانو او اصولو ډيره ښکلي متختصره تشريح بيان شوي ده کتل يي مه هیره وي

د ایمان د بنسټونو تشريح

 

تالیف: فضیلة الشيخ محمد صالح العثيمين رحمه الله
ترجمه: إسرار الحق عبد الحي
مراجعة: عبد الرحيم سلطان

 


بسم الله الرحمن الرحیم
                          مقدمة
إن الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله؛ فلا مضلَّ له، ومن يضلل؛ فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أنَّ محمدًا عبده ورسوله، صلَّى الله عليه، وعلى آله، وأصحابه، ومن تبعهم بإحسان، وسلَّم تسليمًا أما بعد:
سريزه
بیشکه ټول د الوهیت صفتونه الله لره دی د هغه ثنا وایو او د هغه څخه مرسته او له هغه څخه بښنه غواړو او هغه ته توبه اوباسو او پنا نیسو  دالله تعالی به ذات د خپلو نفسونو او دخپلو بدو عملونو د شرونو څخه څوک چې الله په سمه لار روان کړي د هغه دپاره بې لاری کونکې نه شته او څوک چې الله بی لاری کړي د هغه دپاره په سمه لاره روانونکې نه شته، ګواهی کوم ددې خبرې چې نه شته لائق د عبادت مګر یو الله دې او شریک نه لری او ګواهي کوم په دی خبره چې یقینا محمد صلی الله علیه وسلم دالله بنده او د هغه رسول دې.
ددي نه پس یقینا دتوحید زده کړه په ټولو زده کړو کې ډیر شرف لري اوپه ټولو علوموکې ددی مرتبه ډیره دقدر وړده اوپه ټولو زده کړو کې دوجوب په اعتبار ډیر کلک واجب دی دمقصد په لحاظ سره، ځکه چې    دا دالله تعالی دذات پیژندنه ده اودهغه دنومونو                او د صفتونو پیژندنه ده اوپه بنده ګانو باندی دهغه دحقوقو پیژندنه ده او چې کومه لیارالله تعالی ته ورغلې دهغې کونجي ده او د ټولو شریعتونو بنسټ دی.
همدا وجه ده چې ټولو پیغمبرانو دی ته بلنه ورکړیده. الله  تعالی فرمایلی:
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ( سورة الأنبياء 25)
(مونږ نه دی لیږلی پخوا ستا څخه هیڅ یوپیغمبر مګر مونږ هغه ته وحې کړی ددی خبری چې نشته لایق دبنده ګۍ مګرزه یم نوزماعبادت وکړئ).
اوالله تعالی پخپله پخپل یوالي ګواهي کړیده اوملایکو اودعلم خاوندانو ورباندی هم ګواهي کړیده، الله تعالی فرمایلی:
 شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًا بِالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(سورة آل عمران 18)
 (ګواهي کړی الله تعالی یقینا دا الله چې دی نشته لایق دعبادت مګردا الله دی او ملایکو او دعلم خاوندانو هم داګواهي کړیده پداسی حال کې چې دغه ګواهي په انصاف ولاړه ده نشته لایق دعبادت مګر داالله دی زوروردی حکمتونو والا دی).
هر کله چې دتوحید دا شان دی نوپه هرمسلمان لازم ده چې دتوحید لحاظ وساتي په زده کړه کې، اوپه بل ته ښودلوکې، اوپه فکر کولو کې، اوپه عقیده لرلوکې ددی دپاره چې دخپل دین تعمیرپه روغ بنسټ باندی اوپه اطمئنان، اوپه پوره غاړه ایښودلو باندی کیږدي چې دهغې په میوو او نتیجو باندی نیکمرغه شي.
اسلامي دین:
اسلامي دین هغه دین دی په کوم چې الله تعالی محمد-صلی الله علیه وسلم-رالیږلی اوپه ده سره یې ددینونوسلسله ختمه کړی اوپوره کړیده دبنده ګانو دپاره، اوپه ده سره یې په خپلوبنده ګانوخپل نعمت پوره کړی اوغوره کړی یې دی ددوي دپاره دین نو               دهیچاڅخه الله تعالی دین نه قبلوي مګرچې قبلوی یې هغه اسلام دی.الله تعالی فرمایلی:
(مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا) [سورة الأحزاب: 40]
 (نه دی محمد-صلی الله علیه وسلم- په تاسوکې پلاردیوسړی لیکن دالله رسول دی اونبوت ته یې دپای ټکی ایښی)
اوالله تعالی فرمایلی:
(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا) [سورة المائدة: 3] .
(نن ورځ می پوره کړ ستاسی دپاره دین ستاسی اوپوره می کړ په تاسو نعمت خپل اوغوره می کړستاسو دپاره اسلام دین).
اوالله تعالی فرمایلی: (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللهِ الإِسْلاَمُ) [سورة آل عمران: 19] .
 (بیشکه دالله تعالی په نیزمنلی شوی دین هغه اسلام دی).
اوالله تعالی فرمایلی:
(وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [سورة آل عمران (85) ] .
(هغه څوک چې داسلام څخه په غیربل دین لټوي هرګز به ورڅخه قبول نه شی او په اخرت کې به دتاوانیانوڅخه وي).                                                          
بیشکه الله تعالی په ټولوخلکوفرض کړیده چې الله تعالی ته دی تدین په دین اسلام سره وکړي.
الله تعالی خپل رسول ته خطاب کړیدی:
(قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ جَميعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) [سورة الأعراف: 158] .
(ووایه ای پیغمبره ای خلکوتاسو ټولوته زه الله رسول رالیږلی یم،هغه الله چې خاص دهغه دپاره دی اختیارداسمانونواوځمکې نشته لایق دعبادت مګردغه یوالله دی ژوندي کول کوي او مړه کول کوي پس ایمان راوړئ په الله اودهغه په پیغمبرچې نبی دی اوامۍ دی اوپیغمبرهم یقین لری په الله اودهغه په خبرواوددی پیغمبرتابعداری وکړئ ددی دپاره چې په سمه لیارروان شئ).
په صحیح مسلم کې دابوهریره-رضی الله عنه-څخه روایت دی هغه دنبی-صلی الله علیه وسلم-څخه روایت کوۍ بیشکه نبی-صلی الله علی وسلم-فرمایلی:
(والذي نفسُ محمد بيده، لا يسمعُ بي أحدٌ من هذه الأمَّة: يهودي، ولا نصراني، ثم يموتُ، ولم يؤمنْ بالذي أرسلتُ به؛ إلا كان من أصحاب النار) رواه مسلم، كتاب الإيمان، باب وجوب الإيمان برسالة نبينا محمد صلى الله عليه وسلم، رقم (384)
(قسم دی زماپه هغه ذات وی چې دمحمد-صلی الله علیه وسلم-نفس دهغه په لاس کې دی چې خبرنه شی زماپه رسالت یوکس ددی امت که هغه یهودی وی اوکه نصرانی اوبیامرګ راشی هغه ته په داسی حال کې چې ایمان یې نه وی راوړی په هغه دین چې زه ورباندی لیږلی شوی یم مګر دی به داوردخاوندانوڅخه وۍ).
په پیغمبرباندی ایمان:
باورکول په ټول هغه څه باندی چې دې نبي راوړې وي سره دمنلواوغاړي ایښودلو نه یواځې باورکول.
 د دی وجه نه ابوطالب باورکوونکی نه شمیرلی کیږې په رسول-صلی الله علیه وسلم-باندې سره ددی چې رسول- صلی الله علیه وسلم- په کوم دین راتګ کړې وودهغي تصدیق یې هم کاوه اوګواهي یې کوله چې په ټولو دینونو کې بهتر دین دی. اسلامي دین کې ټول هغه مصلحتونه شته کوم چې په پخوانو دینونو کې وو،خوپه پخوانو دینونو د اسلام غوروالی دادی چې اسلام د هروخت د هرځای او د هر امت دپاره مناسب دی.
الله تعالی خپل پیغمبر ته خطاب کړیدی:
(وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ) [سورة المائدة: 48]
[مونږتاته کتاب رالیږلی دی دحق دښکاره کولودپاره په داسی حال کې چې داتصدیق کوی دهغه کتابونوچې مخکې ددی څخه وواوداساتونکی دی په هغی کتابونو]
ددی خبری معنی چې دا دین دهری زمانی سره او د هر ځای سره او د هر امت دپاره مناسب دی یعنی عمل کول په دین اسلام دامت د مصلحتونو سره هیڅکله ټکر نلری که په هر وخت کې وي اوکه په هر ځای کې وي بلکه عمل کول په دین اسلام دا بعینه دامت خیرخواهی ده، او دا معنی قطعا نه ده چې دین اسلام به دوخت او یا دځای او یا د امت تابع وي، لکه ځیني خلک چې همداسې غواړي. دین اسلام حق دین دی او دا هغه دین دی چې الله تعالی زمه واري کړي دهغه چا د پاره چې په دی دین عمل وکړي څنګه چې ورباندی عمل کول په کار دی ددی چې الله تعالی به یې مدد کوي او غلبه به ورکوي په نورو خلکو.
الله تعالی فرمایلی:
(هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) [سورة الصف: 9]
(الله هغه ذات دی چې رالیږلی یې دی خپل پیغمبرپه ګټورعلم اوحق دین باندي ددی دپاره چې پیاوړی کړي دغه حق دین په ټولو باطلو دینونو اګر که دغه کارمشرکان بدګڼي).
اوالله تعالی فرمایلی:
(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) [سورة النور: 55]
(وعده کړي الله تعالی دمومنانو سره او د هغه خلکو سره چې عملونه کوي دقران او سنت مطابق، قسم دی خاماخا به دوي ته خلافت ورکوي په ځمکه کې لکه څنګه یې چې خلافت ورکړی وو مخکینو مومنانوته او مضبوط کړی يې وو دوی ته
دین ددوی هغه دین چې الله تعالی ورته غوره کړی وو، اوقسم دی خاماخابه ددوی یره په امن بدله کړي،
زماعبادت دی کوي اوهیڅ شی دی زماسره شریک برخی والا نه نیسي اوهغه څوک چې کفر وکړي وروسته له دی همدغه کامل نافرمان خلک دي).
اسلامي دین عقیده ده اواحکام دي اوپخپله عقیده اواحکاموکې پوره دی:
دالله په یووالی امرکوي او د شرک څخه ژغورنه کوي.
په رښتیا ویلو امر کوي او د درواغو ویلو څخه ژغورنه کوي،
 په انصاف  کولو امر کوي او د ظلم کولو څخه ژغورنه کوي.
په امانت امرکوي اودخیانت څخه ژغورنه کوي.
په وعده باندی دپوره والی امرکوي اودبی لوزۍ څخه ژغورنه کوي.
دمور او پلار سره احسان کولو باندی امرکوي او د هغوې د ازارولو څخه ژغورنه کوي.
 په خپلوۍ پاللو امر کوي اود خپلوۍ نه پاللو څخه ژغورنه کوي. په ښه ګاونډیتوب امر کوي او د بد ګاونډيتوب څخه ژغورنه کوي.
 عامه خبره داده چې چیري ښه اخلاق وي اسلام ورباندی امر کوي او چیری چې ښکته ناکاره اخلاق وي اسلام ور څخه ژغورنه کوي. اوپه هرنیک عمل امر کوي او دهر بد عمل څخه ژغورنه کوي.
الله تعالی فرمایلی:
(إِنَّ اللهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) [سورة النحل: 90]
(بیشکه الله حکم کوي په انصاف کولوسره اوپه نیکۍ کولوسره اوخپلوانوته په ورکړه حکم کوي اوژغورنه کوي دهری بی حیایي اودهری ناروا اوظلم څخه ښه نصیحت کوي الله تاسوته ددی دپاره چې ضروری خبره رایاده کړئ).
داسلام بنسټونه:
داسلام بنسټونه:هغه بنسټونه چې اسلام ورباندی جوړدی هغه پنځه دی ذکر شوی په هغه حدیث کې چې دعمرزوی دنبی-صلی الله علیه وسلم-ځخه روایت کړی بیشکه نبی-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی دی:
 (اسلام په پنځه شیانو جوړ دی،په دی خبره چې الله یووګڼی اوپه یوبل روایت کې(علی خمس)په تذکیرسره راغلی،
شهادةِ أنْ لا إله إلا الله، وأنَّ محمدًا عبده ورسوله، وإقامِ الصلاة، وإيتاءِ الزكاة، وصيامِ رمضان، والحجِّ) فقال رجل: الحج، وصيام رمضان، قال: (لا، صيام رمضان، والحج) ، هكذا سمعته من رسول الله صلى الله عليه وسلم
ګواهي کول په دی خبره چې نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اوګواهي کول په دی چې بیشکه محمد-صلی الله علیه وسلم-دالله بنده دی اودهغه رسول دی، اودرول دلمانځه، اوورکول دزکات، او روژه نیول درمضان دمیاشتی، او حج کول)یوسړی وویل:

(الحج وصیام رمضان)دعمرزوی-رضی الله عنهماوفرمایل نه:(صیام رمضان والحج)ما د رسول الله-صلی الله علیه وسلم-څخه داسی اوریدلی دي .متفق علیه
واللفظ لمسلم.هرچې ګواهی په دی خبره چې نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اوبیشکه محمد-صلی الله علیه وسلم-دالله بنده اودهغه رسول دی.دا ګواهي یوه مضبوطه عقیده ده چې تعبیریې په ژبه باندی په کلمه دشهادت داسی شوی وي چې ګویا کلک ومومي ده لره په دغه عقیده باندې یولیدونکی.اوبیشکه ګرځولی شوی دغه ګواهي یوبنسټ سره د یو شمیر نورو هغه شیانوچې په کارده ګواهي ورباندی وشي.
یا ددی وجه نه چې پیغمبر د الله دطرفه رسوونکی دی،ګواهی کول دپیغمبرپه هکله چې دالله بنده دی اودهغه رسول دی،داددی ګواهۍ دپاره:چې نشته لایق دعبادت مګریوالله دی دپوره کوونکوڅخه ده.
اویا ددی وجه نه چې دغه دوه ګواهیانی بنسټ دی دعملونو د صحت اود قبلولو دپاره،ځکه هیڅ عمل نه قبلیږی اونه صحیح کیږې مګر چې اخلاص په کې دالله دپاره وي او تابعداری په کې درسول-صلی الله علیه وسلم-وي دالله تعالی دپاره په اخلاص کولوسره د(لااله الاالله) د ګواهۍ تثبیت کیږي او د رسول-صلی الله علیه وسلم-په تابعدارۍ باندی د(ان محمداعبده ورسوله)             د ګواهۍ تثبیت کیږي.
ددغه لوې ګواهۍ دفایدوڅخه یوه فایده داده چې زړه اونفس دمخلوق دغلامۍ څخه اودهغه
خلکودتابعدارۍ څخه چې پیغمبران نه دی ازادیږې.
۱: هر چې ودرول د لمانځه دی:
دا بندګی کول دی الله تعالی د پاره په کولو ددی په داسی طریقه باندی چی همیشه وی او پوره وی او پخپل وخت مستحبه کی وی او په هيئت شرعی باندی وی
۲: ددی بنسټ فایدی:
د سینی پراخی، د سترګو یخوالی، او د بی حیایې او ټولو بدو کارونو څخه ژغورنه ده.
۳.هر چی ز کات ورکول دی:
دا بندګی کول دی د الله تعالی د پاره په خرچ کولو             د هغه مالونو چی شریعت په کی یوه خاص حصه اندازه کړی او واجب کړیده.
د زکات د ورکولو فایدی:
نفس د بخل څخه پاکوی، د اسلام اومسلمانانو حاجتونه له منځه وړی.
۴. هر چی روژه نیول درمضان دی:
دا بندګی کول دی د الله تعالی په ځان ساتلو سره           دټولو هغه شیانو څخه چی هغه روژه ماتونکی دی            د رمضان دمیاشتي په ورځو کی
د روژی نیولو فایدی:
نفس کش کول له هغه شیانو څخه چی ورسره مینه لری د پاره د لټولو د رضا د الله تعالی.


۵.هر چی حج د بیت الله دی:
دا بندګی کول دی د الله تعالی د پاره د هغه عزتمندی کوټی په نیت کولو د پاره د دریدلو په هغه ځایونو              د حج چی الله تعالی ورته عزت ورکړی.
د حج کولو فایدی:
په دی کی تهذیب د نفس دی په مالی او بدنی طاقت خرچه کولو سره د الله تعالی په تابعداری کی.ددی وجی نه حج د الله تعالی په لیاره کی د جهاد یوه نوعه ده.
دغه فایدی چی مونږ یی یادونه وکړه ددی بنسټونو او هغه چی مونږ یی یادونه نه ده کړی ددی امت څخه پاک روخانه اسلامی امت جوړوی چی عاجزی به کوی الله تعالی ته لایقه عاجزی او د خلکو سره به د انصاف او ریښتینی چال چلند کوی.ځکه ددی څخه علاوه نور احکام د اسلام  چی دی د هغی صلاحیت ددی بنسټونو صلاحیت سره تړاو لری، د امت د احوالو خرابوالی ددوی د دینداری دخرابوالي په مقدار باندی وی.
که څوک غواړی چی دا خبره ځانته په ډاګه کړی دا وینا د الله تعالی دی ولولی
(وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْفَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ * أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَآئِمُونَ * أَوَ أَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحَىً وَهُمْ يَلْعَبُونَ * أَفَأَمِنُواْ مَكْرَ اللهِ فَلاَ يَأْمَنُ مَكْرَ اللهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ) [سورة الأعراف: 96-99]
[که چیرته یقینا د کلو والا ایمان راړي او تقوی اختیار کړي خا ماخا به مونږ راپرانیزو په دوی باندی برکتونه داسمانونو او د ځمکی یعنی (وخت په وخت به فایده مند بارانونه وریږی او د ځمکی حاصلات به زیاتیږی.) لیکن دوی نسبت د دروغو وکړ نو مونږ راونیول په سبب د هغه کسب چی دوی همیشه کاوه، ایا په امن کی دی د کلو والا چی راشی دوی ته عذاب زمونږ         د شپی په داسی حال کی چی دوی بیده وی او ایا په امن کی دی کلو والا چی راشی دوی ته عذاب زمونږ څاښت وخت کی په
داسی حال کی چی دوي لوبې کوي ایا په امن کی دی دوي د الله تعالی دمکر څخه نه امن کی کیږی د الله تعالی د مکر څخه مګر هغه قوم تاوانی]
د مخکنو خلکو تاریخ دی وګوری، بی شکه په تاریخ کی عبرت دی د عقلمندو او بصیرت والاو د پاره چی  زړه ته یي پردې نه وی ځړیدل شوی .الله تعالی مدد غوښتلی شوی دی.
د اسلامی عقیدی بنسټونه:
دین اسلام لکه مخکی تیرشو عقیده ده او شریعت دی او په تحقیق سره مونږ اشاره وکړه څه شی ته د بعض شریعتونو ددی او د هغی بنسټونه مو ذکر کړل هغه چی د اسلامی احکامو د پاره بنیادی بڼه لری.
هر چی اسلامی عقیده ده ددی بنسټونه په الله ایمان په ملایکو د الله تعالی،په کتابونو د الله تعالی ،په رسولانو د الله تعالی ،اوپه ورځ د اخرت باور کول او اندازه د خیر او شر د الله تعالی د طرفه باورول.
په تحقیق سره په دی بنسټونو قران دلیل دی او سنت د پیغمبر ورباندی دلیل دی.الله تعالی په خپل کتاب کی فرمایی:
(لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ) [سورة البقرة: 177]
(نه ده نیکی مخ اړول ستاسو طرف د مشرق ته یا طرف د مغرب ته لیکن پوره نیکی کونکی هغه څوک دی چی باور ولری په الله تعالی او په ورځ وروستی او په ملایکو او په کتابونو او په ټولو پیغمبرانو باندی )
او د قدر باره  کی الله تعالی فرمایی:
(إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ * وَمَا أَمْرُنَا إِلاَّ وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ) [سورة القمر: 49، 50]
(بی شکه مونږ هر شی په اندازه کړی او نه دی کار ځمونږ مګر یو د سترګو رپ دی.)
او په حدیث کی نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی په داسی حال کی چی جواب ورکونکی دی جبریل ته کله یی چی ایمان باره کې پوښتنه کړی:
(الإيمان: أنْ تؤمنَ بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر: خيره وشره)
( ایمان دا دی چی باور وکړی په الله او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د اخرت او باور وکړی په اندازه د خیر او شر)(مسلم)
په الله تعالی باور کول:
په دیکې په څلورو شیانو عقیده لرل ضروری ده:
لمړی:
 د الله په شتوالی عقیده ساتل چی الله تعالی شته موجود دی .فطرت،عقل،شرعه،حس د اڅلورشیان د الله په وجود دلیل دی.
د فطرت دلالت د الله په وجود:
د ټولو مخلوقاتو پیدایش په دی عقیده شوی چی الله شته بغیر ددی څخه چی مخکی ورباندی سوچ وکړی یا ورته زده کړه وکړی او د فطرت ددی غوښتنی څخه نه اوړی مګر هغه څوک اوړی چی په زړه یی داسی شی راغلی چی دغه شي د فطرت د  ګټوری غوښتنی څخه اړولی دی.په دی خبره دلیل د نبی صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:
(ما من مولود إلا ويولدُ على الفطرة، فأبواهُ يهودانه، أو ينصرانه، أو يمجسانه)
(نشته هیڅ یو پیدا کړی شوی مګر دهغه پیدایش په فطرت سره کیږی نو مور او پلار یی یا یهودی کړی یا نصرانی کړی یا یی مجوسی کړی) دا حدیث بخاری روایت کړی دی.
د عقل دلالت د الله په وجود:
 دا مخلوقات مخکنی او ورستنی خلاصی نشته ددی څخه چی دا دی یو پیدا کونکی وجود ته راړونکی ونه لری ځکه دا کیدای نه شی چی دا مخلوقات دی خپل ځان پخپله وجود ته راوړی دا نشی کیدای چی خپل ځان دی پخپله وجود ته راوړی ځکه یو شی د خپل ځان خالق نشی کیدای ځکه چی مخکی د وجود څخه دا پخپله نشت وو نو څنګه خالق شو؟
دا هم نشی کیدای چی صدفه(ناګهانه) دی خالق شی ځکه د هر حادث دپاره محدث ضروری دی ځکه چی وجود ته راوړل ددی مخلوقاتو په دی نا اشنا نظام سره او په خورا ښه ترتیب سره رایو ځای کول او دی ته یو قوی ربط ورکول د اسبابو او مسبباتو تر مینځ او ددی کایناتو تر مینځ دا ټول هغه دی چی قطعا دا خبره ردوي چی ددی دپاره دی خالق صدفه (ناکهانه) شی.ځکه چی صدفه پخپل اصل وجود کی په دی نظام سره نه وه نو څرنګه به په پاتی کیدو کی او د یو حالت څخه بل حالت ته تللو کی په دی نظام سره شی؟
هر کله چی داسی ثابته نه شوه چی مخلوقات دی               د خپل ځان خالق شی او یا دی صدفه ددی خالق شی نو دا خبره ثابته شوه او متعینه شوه  چی ددی عالم             د پاره موجد شته چی هغه الله تعالی دی او پالونکی دی د ټول عالم.
په تحقیق سره الله تعالی دا عقلی او قطعی دلیل په سورت طورکې ذکر کړی:
(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) [سورة الطور: 35]
( ایا دوی د الله تعالی نه بغیر کوم بل شی پیدا کړي او که دوي پخپله ځانونه پیدا کړي ) معلومه شوه چی ددوي خالق الله تعالی دی. دا وجه ده چی کله جبیر زوی د مطعم د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی سورت طور یی لوسته او دی ایتونو ته راورسیده
(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ * أَمْ خَلَقُوا السموات وَالأرْضَ
بَل لا يُوقِنُونَ * أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ) [سورة الطور: 35-37]
(ایا ددوی پیدایش د الله تعالی څخه غیر بل کوم شی کړی او که دوی پخپله د ځان پیدایش کړی او که دوی اسمانونه او ځمکه پیدا کړی داسی نه ده دوی یقین نه لری ایا دوی سره ستا د رب خزانی دی او که دوی ساتونکی دی )
جبیر په دغه ورځو کی مشرک وو ویی فرمایل:
(كاد قلبي أن يطير، وذلك أول ما وقر الإيمان في قلبي)
نژدی ده زما زړه والوزی او دا لمړۍ هغه شیبې وې چې ایمان زما په زړه کې قرار ونیوه.)
 دا اثر امام بخاری جدا جدا ذکر کړی.
یو مثال به بیان کړو په هغی سره به ښه وضاحت وشي چې تاته یو څوک ووایې چې یوه قلعه ده باغچه ورڅخه چاپیره ده اوبه پکی بهیږی د فرشونو او کټونو څخه ‌ډکه ده په رنګا رنګ ډولونو ښایسته شوی دا بنګله او دا کمال او دا جمال چی په دی کی دی  دا ټول پخپله وجود ته راغلي او یا تصادفي پیدا وو هیڅ پیدا کونکی یی نشته خپله وجود ته راغلی په تلوار به دا رد کړی او درواغ به یی وګڼی او د بی عقلو خلکو خبره به یی وګڼی ایا جایز دی یو چا دپاره ددی نه پس چی ووایی دا پراخه ابادی ځمکه،اسمان د ستورو نظام  او دا حالات او ددی دا نا اشنا څرګند نظام دا ټول پخپله پیدا دی او یا صدفه یې خالق ووهیڅ وجود ته راوړونکی نه لری؟
شرعی دلالت د الله په وجود:
ټول اسمانی کتابونه په دی غږیدلی او هغه احکام چی دی کتابونو راوړی چی هغه مشتمل دی په مصلحت            د مخلوق او هغه اخبار چی دی کتابونو دکون باره کی راوړی اوواقعی دهغی ریښتینوالی ګواهی ورکوی.
دلیل دی په دی چی دا خبرونه د رب د طرفه دی او هغه قدرت لری په پیدا کولو د هغه شی چی د هغی خبر یی ورکړی.
د حس دلیلونه د الله تعالی په وجود دوه قسمه دی:
یو د هغه دوو څخه:
۱- مونږ اورو او په سترګو یی ګورو د بلونکو بلنه ورکول او دفریاد کونکو فریاد ته رسیدل دا غوڅ دلیل دی                د الله تعالی په وجود باندی الله تعالی فرمایلی:
(وَنُوحًا إِذ نَادَى مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ) [سورة الأنبياء: 76]
( او نوح علیه الصلات والسلام چی کله اواز وکړ مخکی ددی نه الله وایی مونږ یی اواز قبول کړی. )
او الله تعالی فرمایلی:
(إِذ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ) [سورة الأنفال: 9]
( کله چی تاسو فریاد وکړ الله مو فریاد قبول کړ. )
صحیح بخاری کې د انس رضی الله عنه څخه نقل دی فرمایی:
 ( یوه بانډچی د جمعی په ورځ راغی په داسی حال کی چی نبی صلی الله علیه و سلم خطبه کوله ویی فرمایل ای د الله رسوله مال هلاک شو اولاد وږی دی مونږ د پاره الله تعالی نه دعا وغواړه ( د باران سوال وکړه ) نبی علیه السلام دواړه لاسونه اوچت کړل او دعا یی وکړه د غرونو په شان وریځ راپیدا شوه نبی علیه السلام هماغسی په ممبر وو چی باران ځما په ږیره وریده ورپسی جمعی باندی هماغه بانډچی وفرمایل یا د الله رسوله ابادۍ ړنګی شوی مالونه هلاک شو مونږ       د پاره د الله تعالی څخه دعا وغواړه نبی صلی الله علیه وسلم خپل لاسونه اوچت کړل او ویی فرمایل:
(اللهم حوَاليْنا ولا عَلَيْنَا، فما يشير إلى ناحية إلا انفرجت)
یا الله زمونږ څخه یی واړوه په مونږ یی مه وروه اشاره به یی نه کوله یو طرف ته مګر وریځ به جدا کیدله. )
همیشه د دعاګانو قبلیدل یو بالمشاهده ثابت کار دی تر دی ورځی پوری د هغه چا دپاره چی په ریښتیا سره الله پاک ته پناه وړونکی وی او دعا په شروطو او ادابو سره وی.
دویمه وجه:
د پیغمبرانو معجزی چی چا بالمشاهده لیدلی وی او یا یی اوری دا غوڅ دلیل دی په وجود د لیږدونکی ددی پیغمبرانو چی هغه الله تعالی دی ځکه دا معجزی داسی کارونه دی چی د بشر د وسعی او طاقت څخه وتلی کار دی. دا معجزی الله تعالی جاری کوی                   د پیغمبرانو دتایید او نصرت دپاره
ددی مثال معجزه د موسی علیه السلام کله چی الله تعالی ورته امر وکړ چی دا سمندر پخپله امسا ووهه نو په هغی کی دولس وچی لیاری جوړی شوی او د هغی په منځ کې اوبه د غرونو پشان پورته وختی الله تعالی فرمایی:
(فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ) [سورة الشعراء: 63]
 ( مونږ وحی وکړه موسی علیه السلام ته چی ووهه پخپله امسا دی دا سمندر جدا شو سمندر اوشوه هر یوه برخه د اوبو په شان د لوی غر. )
دویم مثال:
معجزه د موسی علیه السلام کله یی چی مړی ژوندی کول او د قبرونو څخه یی راویستل د الله په حکم الله تعالی د هغه باره کی فرمایلی:
(وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذنِ اللهِ) [سورة آل عمران: 49]
 ( او کله چی تا مړی راویستل د الله په حکم )
دریم مثال:
د محمد صلی الله علیه وسلم معجزه کله چی قریشو   دمعجزی غوښتنه ورڅخه وکړه نبی علیه السلام سپوږمی ته اشاره وکړه او هغه دوه ټوټی شوه او خلکو ولیدله دی باره الله تعالی فرمایی:
(اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ * وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ) [سورة القمر: 1-2]
 ( قیامت نیږدی دی او سپوږمۍوچاوده که هر قسم معجزه دوی وګورې بیا هم اعراض کوی او وایی دا سحر دی محکم. )
دا محسوسی معجزی الله تعالی ښکاره کوی د خپلو پیغمبرانو د تایید د پاره او د هغوی د مدد د پاره دا غوڅ دلیل دی د الله تعالی په وجود باندی.
دویم د الله تعالی په ربوبیت ایمان:معنی یی دا ده یو الله تعالی رب دی شریک او مرستندویه نه لری
رب هغه چاته وایی چی څوک پیدایش کولی شی اختیار لری او فیصلی کوی بل خالق نشته بغیر د الله تعالی څخه اوبل مالک نشته بغیر د هغه څخه او هیڅ یو کار نشته مګر د هغه په تصرف کی دی الله تعالی فرمایی:
(أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ) [سورة الأعراف: 54]
 ( خبردار خاص د الله تعالی د پاره دی پیدایش او خاص دهغه تصرف دی )
 او فرمایلی یی دی:
(ذلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ) [سورة فاطر: 13]
( دا ستاسو الله ستاسو پالونکی دی اختیار ټول دده دی او چی تاسو ورته راورسیږی رامدد شی وایی د الله څخه غیر هغوی د خورما د هډوکی د پاسه دهغه پردی په اندازه اختیار هم نه لری. )
هیچاپه مخلوقاتو کې د الله دربوبیت څخه انکار نه دی کړی مګر مکابر او هغه څوک چې پخپله خبره هم باورنه لري لکه فرعون دا کار کړې خپل قوم ته یې وویل
(أَنَا ربُّكم الأَعلى) [سورة النازعات: 24]
 (زه ستاسو اوچت رب یم)
لیکن دایې خپله هم نه باوروله الله تعالی فرمایلی:
(وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا)
 [سورة النمل: 14]
(انکاریې وکړ د معجزو څخه سره د پوخ یقین د ظلم او د لویې د وجه)
موسی-علیه الصلات والسلام-فرعون ته فرمایلی وو الله تعالی یې مونږ ته حکایت کړی:
 (لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنزَلَ هَؤُلاء إِلاَّ رَبُّ السموات وَالأَرْضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّي لأظُنُّكَ يَا فِرْعَونُ مَثْبُورًا) [سورة الإسراء: 102]
(وویل موسی-علیه الصلات والسلام-خاماخابیشکه ته پوه یې چې نه دي نازل کړي دغه معجزې مګر رب             د اسمانونو او د ځمکې دلیلونه دي دپاره دښکاره کولو دتوحید او یقینا زه ګمان کوم په تاباندی ای فرعون              د هلاک کړی شوی).
ددی وجی نه مشرکانو د الله په ربوبیت اقرار کولو                  سره ددی چی په الوهیت کی یی ورسره شرک کولو
(قُل لِّمَنِ الأرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ * سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلا تَذكَّرُونَ * قُلْ مَن رَّبُّ السموات السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ * سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلا تَتَّقُونَ * قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُم تَعْلَمُونَ* سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ) [سورة المؤمنون: 84-89] .
( ورته ووایه د چا په اختیار کی ده ځمکه او څه چی پدی ځمکه کی دی که پوهه لري خاماخا به جواب کی ووایی چی د الله په اختیار کې دي ورته ووایه ولی نصیحت نه قبلوئ؟ ورته ووایه د چا په لاس کې پاچاهی د هر شی ده؟ او دا الله پناه ورکولی شی او دده په خلاف هیڅوک پناه نشی ورکولای که پوهه لری خا ما خا به جواب کی ووایی چی دا هر څه د الله په اختیار کی دی ورته ووایه  کوم ځای درباندی جادو وکړای شوه )
 او الله تعالی فرمایی:
(وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ) [سورة الزخرف: 9].
 ( که چیرته پوښتنه وکړی ددوی څخه چی چا پیدا کړی اسمانونه او ځمکه قسم دی خا ما خا ضرور دضرور به ووایی چی زورور او پوهه ذات پیدا کړی )
 او الله تعالی فرمایلی:
(وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ) [سورة الزخرف: 87] .
( که ددوی څخه پوښتنه وکړی چی اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړی قسم دی خاماخا به دوی ووایی چی الله پیدا کړی نو کوم طرف ته دوی واړولای شو د حق څخه )
د الله تعالی حکم شامل دی حکم کوني او حکم شرعي دواړو ته لکه څرنګه چی الله تعالی ددی کایناتو تدبیر کوی او د خپل حکمت دغوښتنی مطابق پکی فیصلی کوی دغه شان پکی فیصلی کوی د شریعت یعنی                 دعباداتو،احکامو او معاملاتو د خپل حکمت دغوښتنی مطابق.
پس هغه څوک چی د الله تعالی څخه په غیربل قانون جوړونکی او فیصلی کونکی ومنی په تحقیق سره دی انسان د الله تعالی سره شرک وکړ او صحیح ایمان یی ثابت نه کړ .
دریم د الله په الوهیت باندی ایمان:
معنی دا ده یواځی الله تعالی د عبادت حق لری او هیڅوک ورسره دی حق کی برخی والا نشته ( الا له ) د مألوه په معنی دی مألوه هغه چا ته ویل کیږی چی د هغه عبادت مینی او تعظیم سره سره کیږی یعنی هغه ورته لوی ښکاری او مینه ورسره لری. الله تعالی فرمایلی:
(وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ) [سورة البقرة: 163]
 ( عبادت کړی شوی په حقه ستاسو د پاره عبادت کړی شوی یو دی نشته ستا سودپاره مستحق دعبادت مګر دغه ډیر او  همیشه مهربان الله دی )
او الله تعالی فرمایلی:
(شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًا بالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) [سورة آل عمران: 18]
( ګواهی کوی الله تعالی یقینا دغه الله نشته لایق               دعبادت مګر هم دغه الله دی او ملائک او د علم خاوندان هم داسی ګواهی کوی پداسی حال کی چی دا ګواهی په انصاف ولاړه ده نشته لایق د عبادت مګر الله چی زورور او حکمتونو والا دی )
 هر هغه شی چی په الوهیت ونیول شی د الله تعالی سره او عبادت یی کیدای شی د هغه بغیر د الله څخه نو ددغه شی الوهیت باطل دی.الله تعالی فرمایی:
(ذلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) [سورة الحج: 62]
 ( دا په سبب ددی چی یقینا الله تعالی یواځی دده عبادت کول حق دی او یقینا هغه الهه باطله چی د الله نه بغیر یی عبادت کیږی هغه باطل دی او یقینا دغه اوچت دی او لوی دی )
تش نوم ورکول په الهه سره د عبادت روا کولو حق نه ورکوی. الله تعالی د لات، عزی او منات په باره کی فرمایلی:
(إِنْ هِيَ إِلا أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ) [سورة النجم: 23]
نه دی دا مګر تش نومونه دی چی تاسو او ستاسو مشرانو ورکړی،الله تعالی په دی هیڅ دلیل نه دی رالیږلی )
 د هود-علیه السلام- باره کی الله تعالی فرمایلی چی خپل قوم ته یی ویلی ؤو:
(أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤكُم مَّا نَزَّلَ اللهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ) [سورة الأعراف: 71]
( ایا تاسو ما سره جګړی کوی په هغه نومونو کی چی تاسو، او ستاسو مشرانو ورته ایښی الله تعالی ورباندی هیڅ دلیل نه دی رالیږلی )
 دیوسف علیه السلام باره کی الله تعالی فرمایلی بیشکه یوسف علیه السلام هغه خپلو دوو ملګرو ته فرمایلی ؤو:
(أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ * مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ) [سورة يوسف: 39، 40]
 ( ایا ګڼ الهه بهتر دی او که یو الله زورور تاسو عبادت نه کوی بغیر د الله څخه مګر د تش نومونو چی تاسو او ستاسو مشرانو ورته ایښی الله تعالی ورباندی هیڅ دلیل نه دی رالیږلی )
ددی وجی نه ټولو پیغمبرانو خپلو قومونو ته داسی وینا کړی ده
(اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ) [سورة الأعراف: 59]
 ( د یو الله عبادت کوئ نشته ستاسو د پاره بغیر د الله څخه بل لایق د عبادت )
 لیکن مشرکانو انکار کړی ؤو او د الله څخه بغیر نور الهه باطله یی نیولی ؤو او عبادت یی ورته کاوه او مدد یی ورڅخه غوښته او فریاد یی ورته کاوه په سختیو کی په تحقیق سره الله تعالی ددغه مشرکانو              دا الهه باطله چی د الله سره یی نیولی ؤو په دوه عقلی دلایلو باطلوی:
اول دلیل: دغه آلهه باطله چی دی مشرکانو د الله تعالی سره نیولی ؤو پدی کی د الوهیت صفات نشته دا پخپله مخلوق دی پیدا کول نشی کولای څوک چی ورته عبادت کوی هغوی ته څه فائده نشی رسولای او د هغوی څخه څه ضرر لیری کولای نشی مالکان نه دی د مرګ او ژوند او د دوباره ژوندی کولو ) الله تعالی فرمایلی
(وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلا يَمْلِكُونَ لأنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلا نَفْعًا وَلا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلا حَيَاةً وَلا نُشُورًا) [سورة الفرقان: 3]
 (ورته ووایه راوبلئ هغه الهه باطله چی تاسو ورباندی ګمان کاوه د الله نه بغیر اختیار نه لری د ذری په مقدار نه په اسمانونو کی او نه په ځمکه کی څه برخه  لری )
اوالله تعالی فرمایلی:
(قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذرَّةٍ فِي السَّمَوَاتِ وَلا فِي الأرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍ * وَلا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ عِندَهُ إِلا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ) [سورة سبأ: 22، 23]
(ووایه راوبلئ هغه کسان چې تاسوورباندې ګمان کوۍد الهه و،په غیر د الله نه دوي واک نلری دزرې په مقدار نه په اسمانونوکې او نه په ځمکه کې، اونشته ددوې دپاره په ځمکه اواسمانونوکې ځه برخه اونشته دالله تعالی سره ددوي دطرفه څوک مرسته کوونکې).

او الله تعالی فرمایلی
(أَيُشْرِكُونَ مَا لاَ يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ * وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلاَ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ) [سورة الأعراف: 191، 192]
 ( ایا دوی د الله تعالی سره داسی شی شریکوی چی هیڅ شی نه شی پیدا کولای بلکه دوی پخپله مخلوق دی او توان نه لری چی ددوی مدد وکړی او نه د خپل ځان مدد کولی شی )
هر کله چی ددی الهه باطلو دا حال دی او بیا یی هم څوک عبادت کوی په کم عقلو کی غټ کم عقل دی او په باطل پرستو کی غټ باطل پرست دی .
دویم: مشرکانو ددی خبری اقرار کولو چی الله یواځی رب دی خالق دی پاچاهی دده په لاس کی ده دا الله پناه ورکولای شی او دده په خلاف هیچا ته څوک پناه نشی ورکولای ددی خبری د لوازماتو څخه دا هم وه چی څنګه یی په ربوبیت کی یو ګڼی شریک ورسره نه منی پکار وه دغه شان چی په الوهیت کی هم ورسره شریک نه وای جوړ کړی.الله تعالی فرمایلی
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ) [سورة البقرة: 21، 22]
 ( ای ټولو خلکو د خپل رب عبادت وکړئ هغه رب چی تاسو یی پیدا کړی یاست د ستاسو څخه مخکی یی هم پیدا کړی ددی دپاره چی ځان وژغورئ د الله د عذاب څخه،هغه رب چی ځمکه یی فرش ګرځولې، اسمان یی چت ګرځولی،د اسمان څخه اوبه راوروی د اوبو په سبب قسم قسم میوی راوباسی دپاره د خوراک ستاسو پس مه نیسئ د الله تعالی سره شریکان او تاسو پوهیږی چی دا کارونه یواځی الله کوی )
او فرمایلی یی دی
(وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ) [سورة الزخرف: 87]
( که چیری ته ددوی څخه پوښتنه وکړی چی دا مخلوقات چا پیدا کړی قسم دی هرومرو به دوی ووایې چې الله پیدا کړی پس کوم طرف ته واړولای شو)
 او الله تعالی فرمایلی
(قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ * فَذَلِكُمُ اللهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذا بَعْدَ الْحَقِّ إِلاَّ الضَّلاَلُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ) [سورة يونس: 31، 32]
 ( ورته ووایه څوک روزی درکوی د اسمان او ځمکی څخه او څوک اختیارمند دی د غوګو او سترګو او څوک راوباسی ژوندی د مړی څخه او مړی د ژوندی څخه او څوک تدبیر کوی د کار په خورا تاکید سره به دوی ووايې چی دا ټول کارونه یو الله کوی،ته ورته ووایه ایا تاسود شرک الوهیت څخه ځان نه ژغوری ددی کارونو کونکی ستاسو د پاره یو الله دی ستاسو پالونکی دی په حقه پس نشته وروسته د حق څخه مګر ګمراهی کوم طرف ته واړولای شوی )
څلورم: د الله تعالی په نومونو او د هغه په صفتونو باندی ایمان:
هغه نومونه او صفتونه چی الله تعالی خپل ځان ته پخپل کتاب کی ثابت کړی وی او یا د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په حدیثو کی هغه ته ثابت کړی وی دا نومونه او صفتونه  الله تعالی ته ثابتول څرنګه چی د هغه د شان سره لایق او مناسب وی بغیر د تحریف  او تعطیل څخه او بغیر د تکییف او تمثیل څخه الله تعالی فرمایلی:
(وَلِلَّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ) [سورة الأعراف: 180]
 ( د الله تعالی د پاره ښایسته نومونه دی په هغی یی رابلئ او پریږدی هغه کسان چی د الله په نومونو کی کجرویی کوی ژر دی چی دوی ته د خپلو بدو عملونو جزاء ورکړای شې. )


 او الله تعالی فرمایلی:
(لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ) [سورة الشورى: 11]
( د الله مثال نشته او الله اوریدونکی لیدونکی دی )
په دغه عقیده کی دوه طائفی بی لیاری شوی:
لمړی طائفه: ( المعطله ) دا هغه خلک دی چی د الله تعالی د نومونو او صفتونو څخه منکر دی او یا د ځنی نومونو او صفتونو څخه منکر دی پدی ګمان که چیری مونږ  الله تعالی لره دغه نومونه یا صفتونه ثابت کړو بیا به تشبیه لازم شی یعنی الله تعالی به د مخلوق سره مشابه ( ورته ) شی.دا ګمان باطل دی دڅو وجو نه چې ځینی یې په لاندی ډول دی:
اوله وجه: دا ګمان مشتمل دی په باطلو لوازماتو باندی لکه تناقض ( ټکر ) د الله تعالی په کلام کی هغه پدی طریقه الله تعالی خپل ځان د پاره نومونه او صفتونه ثابت کړی او مثل یی د ځان څخه نفی کړی یعنی هیڅ شی الله لره مثل نشی کیدای اوس که چیری اثبات                 دنومونو او صفتونو مستلزم شی تشبیه لره نو بیا خو د الله په کلام کی تناقض لازمیږی او بیا خو د الله تعالی کلام ځینی ځینو نورو ته نسبت د درواغو کوی.
دویمه وجه: ددوه شیانو ورته والی په نوم یا صفت کی ددی څخه دا نه لازمیږی چی دا دواړه دی ټول په ټوله یو د بل په شان شی مثال دوه کسان دی دواړه انسانان دی اوریدل کوی،لیدل کوی،خبری کوی ددی څخه دا لازمه نه شوه چی دا دواړه دی په انسانی معانیو کی په اوریدلو کی،لیدلو کی،خبرو کولو کی ټول په ټوله یو شان شي او همدا شان حیواناتو ته ګوره د هغوی دپاره لاسونه دی،پښی دی او سترګی دی ددی څخه دا نه لازمیږی چی دوی په دغه اعضاو کی متفق دی نو ټول په ټوله ددوی لاسونه،پښی او سترګی دی یو شانته شی.
هرکله چې ښکاره شو جدا والی د مخلوقاتو په مینځ کی په هغه نومونو او صفتونو کی چی دوی پکی متفق دی نو دا جداوالی خو د خالق او د مخلوق په مینځ کی ډیر واضح دی او ډیر لوی دی.
دویمه طائفه: المشبهه: دا هغه ډله ده چی الله تعالی لره نومونه او صفتونه ثابتوی پداسی طریقه چی الله تعالی د مخلوق سره مشابه کوی ګمان کوی چی                    دنصوصو د دلالت غوښتنه همداسی ده ځکه الله تعالی د بندګانو سره په هغه څه خطاب کوی چی بندګان ورباندی پوه شی.دا ګمان باطل دی په څو وجوهو سره چی ځینی یی دا دی:
اوله وجه: د الله تعالی مشابهت د مخلوق سره دا پخپله یو باطل کار دی عقل او شریعت دواړه ورته باطل وایی او دا امکان نه لری چی د قرآن او حدیث نصوص دی    د یو باطل کار غوښتنه وکړی.
دویمه وجه: الله تعالی د بندګانو سره خطاب کوی په هغه څه چی دوی ورباندی پوه شی په اعتبار د اصلی معنی هر چی حقیقت د معنی دی هغه الله تعالی پخپل علم کی پټ ساتلی په هغه مسائلو کی کوم چی د الله تعالی دذات او صفاتو سره تړاو لری.کله چی الله تعالی د خپل ځان د پاره اوریدل ثابت کړل چی الله اوری نو اوریدل د معنی په اعتبار سره معلوم دی چی هغه د آوازونو راګیرول دی لیکن حقیقت د اوریدلو چی نسبت یی وشی الله تعالی ته دا بنده ګانو ته معلوم نه دی ځکه حقیقت د اوریدلو  د هر چا جدا جدا دی تردی چی په مخلوقاتو کی هم دا حقیقت فرق لری پس جداوالی په دغه حقیقت کی په مینځ د خالق او د مخلوق کی خو را زیات څرګند دی او خورا زیات لوی دی.کله چی الله تعالی خبر ورکړ د خپل ځان باره کی چی د عرش د پاسه دی استوی ( د اصلی معنی په اعتبار سره معلومه ده لیکن حقیقت د استوی هغه استوی چی الله کړیده هغه معلومه نه ده په نسبت                 دالله تعالی په عرش باندی ځکه حقیقت د استوی                  دمخلوق په حق کی هم جدا جدا دی.په یو مضبوطه چوکی باندی استوی کول او دیو مست نفرت کونکی اوښ په پالان باندی استوی کول یو شانته نه دی نو هر کله چی د مخلوق په مینځ کی استوی کول یو شانته یو حقیقت نه لری نو جدا والی د استوی په مینځ د خالق او دمخلوق کی خورا زیات څرګند دی او خورا زیات لوی دی.
په الله تعالی ایمان راوړل پدغه طریقه چی مونږ یی بیان وکړ د مؤمنانو د پاره ګټوری فائدی لری چی ځینی دهغی څخه دادی:
لمړی فائده: د الله تعالی یووالی به ورته ثابت شی پداسی طریقه چی د بل چا څخه به امید نه ساتی او د بل چا څخه به ویریږی نه او د بل چا عبادت به نه کوی.
دویمه فائده: د الله تعالی سره به یی پوره مینه پیدا شی او د هغه لویی به ورمعلومه شی،دهغه د ښایسته نومونو او وچتو صفتونو د غوښتنی مطابق.
دریمه فائده: الله تعالی لره به خپله بندګی ثابته کړی په کولو دهغه څه چی الله تعالی ورباندی امر کړی او په نه کولو د هغه څه چی الله تعالی ورڅخه ژغورنه کړی.
په ملائکو باندی ایمان:
ملائک د الله تعالی یو غیبی مخلوق دی د الله تعالی بندګی کوی د ربوبیت او د الوهیت هیڅ شی دوی سره نشته. الله تعالی ددوی پیدایش دنور څخه کړی الله تعالی د خپل امر د پوره تابعداری پیرزوینه ورباندی کړی او د هغه د امر پرځای کولو طاقت یی ورکړی.الله تعالی فرمایی:
(وَمَنْ عِندَهُ لا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلا يَسْتَحْسِرُونَ * يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لا يَفْتُرُونَ) [سورة الأنبياء: 19، 20]
 (او هغه ملائک چی د الله تعالی  سره دی الله تعالی ته د بندګی کولو څخه ځان لوی نه ګڼی او نه ستړی کیږی شپه او ورځ د الله پاکی وایی او نه سستیږی).
ملایک بی حده ډیردی شمیره یې هیچاته نه ده معلومه په غیردالله تعالی څخه بخاری اومسلم کې دانس-رضی الله عنه-په روایت دمعراج په قصه کې حدیث راغلیأن النبي صلى الله عليه وسلم رُفع له البيت المعمور في السماء، يُصلِّي فيه كلَّ يوم سبعون ألف ملك، إذا خرجوا لم يعودوا إليه آخر ما عليهم.

(بیشکه نبی- صلی الله علیه وسلم - ته بیت معموروښودلی شوه اویازره ملایک په کې هره ورځ لمونځ کوي بیادی ملایکوته نوبت نه رسیږي ترقیامته پوری).
په ملایکو ایمان جوړول دڅلورو شیانو منلو ته اړین دی:
۱= دملایکوپه وجودایمان لرل چې ملایک شته.
۲‍= دهغه ملایکوپه نوم باندی ایمان لرل دکوموچې مونږته په شریعت کې نوم معلوم دی لکه جبریل اودکوموچې نوم نه دی رامعلوم هغوي باندی اجمالي ایمان ضروري دی.
۳= دملایکوچې کوم صفتونه مونږته په شریعت کې معلوم وي په هغې ایمان لرل لکه دجبریل باره کې نبی-صلی الله علیه وسلم-خبرورکړی چې په هغه خپل اصلي شکل په کوم چې دهغه پیدایش شوی لیدلی ووشپږسوه وزرې یې درلودلې اوټولې کنارې داسمان یې بندی کړی وي.
اوملایک دسړي په شکل هم ځان جوړولی شی دالله په حکم سره لکه داسی دجبریل دطرفه شوی کوم وخت چې الله تعالی مریم-علیها السلام-ته لیږلی وو
(فتمثَّل لها بشرًا سويًّا) دیو برابر انسان په شکل یې هغې ته ځان جوړکړ.
اوکله چې نبی- صلی الله علیه وسلم-ته راغلی وو په داسی حال کې چې دخپلو ملګرو سره ناست وو                   د داسی یوسړی په صفت چي تکی سپینی جامی یې وي او تک تور ویښتان یې وو، دسفر اثار ور باندی نه لیدل کیده، هیچا هغه لره نه پیژنده ،خپل ځنګنونه یې دنبی-صلی الله علیه وسلم-دځنګنونو سره ولګول اوخپل لاسونه یې په خپلو ورنونو کیښودل (دتحیات په شکل) او دنبی-صلی الله علیه وسلم - څخه یې
داسلام،ایمان،احسان،قیامت،اودهغې د نښو په باره کې پوښتني وکړي، نبی-صلی الله علیه وسلم-ورته جوابونه ورکړل او ولاړ. همدا رنګه هغه ملایک چې الله تعالی ابراهیم، لوط-علیهماالسلام-ته لیږلي وو هغوي هم دسړو په شکل کې وو.
۴‍= ددوي په عملونو باندی ایمان لرل هغه عملونه چې دوی یې اجراء کوې دالله تعالی په حکم لکه دالله تعالی پاکي ویل شپه او ورځ د الله تعالی عبادت اوبنده ګي کول بی له کومی ستړیا اوسستۍ څخه.
او ډیر کرتی دبعضی ملایکو دپاره خاص کارونه وي: مثلاجبریل الله تعالی د وحی په استولو امین ګرځولی دالله تعالی پیغامات دهغه دطرفه پیغمبرانو ته رسوي.
میکایل ده ته دباران او شینکیو کار سپارلی شوی. اسرافیل دشپیلۍ په وهلو موظف شوی دقیامت راوستلو په وخت کې او د مخلوقاتو دوباره ژوندی کولو په وخت کې. ملک الموت دمرګ په وخت کې              د روحونو په اخستلو مکلف دی. مالک دجهنم د اور څوکیدار دی. او هغه ملایک چه په رحمونو کې به نطفو موظف شوی کله چې دیو انسان د مور په خیټه کې څلور میاشتی پوره شی الله تعالی یو ملایک ورولیږي او د څلورو شیانو د لیکلو حکم ورته وکړي: رزق، عمل، اجل، نیک بخت یا بدبخت. هغه ملایک چې دبنده ګانو دعملونو دلیکلو وظیفه ورکړل شوی                دهر انسان سره دوه ملایک دي یوه یي ښي طرف باندی ده او بله چپ طرف باندی. هغه ملایک چې کله قبرکې مړی کیښودل شي دهغوي څخه دپوښتنی کولو وظیفه ورسپارل شوی: دوه ملایک ورته راشی او پوښتنه ورڅخه کوي درب په باره کې او د دین په باره کې او د نبی په باره کې.
په ملایکو باندی ایمان لرل ډیرې ګټورې فائدې لري:
لمړۍ: دالله تعالی لویې قدرت، پاچاهي انسان ته معلومه شي ځکه دمخلوق لویوالی دا د خالق لویوالی دی.
دویمه: دالله تعالی شکرکول پدی خبره چې دبنی ادم یې دومره لحاظ کړی چې په دوي یې ملایک درولې ددوي او د دوي دعملونو ساتنه کوي او دنورو ګڼو خیرخواهی وو دپاره.
دریمه: کله چې دا ملایک د الله تعالی دومره فرمانبردار مخلوق دی په دی وجه ددوي سره مینه پیدا شی.
په تحقیق سره ځینو د کږو زړونو والا د ملایکو د جسم څخه انکار کړیدی او وایې ملایک په مخلوقاتو کې               د ننه پټ د خیر قوتونه دي. دا په حقیقت کې دقران، حدیث، او دمسلمانانو اجماع ته د درواغو نسبت کول دي.
الله تعالی فرمایې: (الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَواتِ وَالأرْضِ جَاعِلِ الْمَلائِكَةِ رُسُلاً أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلاثَ وَرُبَاعَ) [سورة فاطر: 1]
(ټول د الوهیت صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې پیدا کوونکی د اسمانونو او د ځمکې دی او ملایک یې استازي ګرځولې داسی ملایک چې د وزرو والا دی دوه دوه دري دري او څلور څلور)
اوالله تعالی فرمایلی: (وَلَوْ تَرَى إِذ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ) [سورة الأنفال: 50]
(که لیدلی وی تاکله چې روحونه اخلي ملایک د کافرانو
څخه اووهی یې په مخونواوشاګانوباندی).

اوفرمایلی یي دي: (وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ) [سورة الأنعام: 93]
(که لیدلی وی تاکله چې داظالمان دمرګ په سختیوکې وي اوملایکوورته خپل لاسونه اوږده کړي وي اودرټني دپاره ورته وایې راوباسۍ دانفسونه مو).
اوفرمایي: (حَتَّى إِذا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) [سورة سبأ: 23]
(تردی پوری کله چې ددوي دزړونوڅخه هیبت لیری شی وایې ستاسورب څه فرمان صادرکړ؟جواب کې ووایې حق یې وویل اوالله اوچت اولوي دی).

 

 

دجنتیانوباره کې راغلی:
 (وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ * سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ) [سورة الرعد: 23، 24]
(اوملایک ورداخلیږي په دی جنتیانودهري دروازي څخه اوورته وایې سلامتیادی وی په تاسوپه دی وجه چې تاسوصبرکړی اوښه انجام دی دکورپه لحاظ).
صحیح بخاری کې دابوهریره-رضی الله عنه-څخه رروایت دی هغه دنبی-صلی الله علیه وسلم-څخه روایت کوي نبی-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی:
(إذا أحب الله العبد نادى جبريل: إن الله يحبُ فلانًا فأحببه؛ فيحبّه جبريل، فينادي جبريل في أهل السماء: إنَّ الله يحب فلاناً فأحبُّوه؛ فيحبه أهل السماء، ثم يوضع له القبول في الأرض)
(کله چې الله تعالی دیوبنده سره مینه وکړي جبریل ته اوازوکړي بیشکه الله تعالی دفلانی سره مینه کوي ته هم ورسره مینه وکړه ،جبریل ورسره مینه وکړي بیاجبریل اسمان والاوته اوازوکړي بیشکه الله تعالی دفلاني سره مینه کړیده تاسوهم ورسه مینه وکړئ،داسمان والاورسره مینه وکړي بیادده دپاره په ځمکه کې هم دافرمان ومنلی شي).
په صحیح بخاري کې دهمدی ابوهریره-رضی الله عنه- څخه روایت دی ابوهریره وایې چې نبی ـصلی الله علیه وسلم ـ فرمایلي:
(إذا كان يوم الجمعة كان على كل باب من أبواب المسجد الملائكة يكتبون الأول فالأول، فإذا جلس الإمام؛ طووا الصحف، وجاءوا يستمعون الذكر)
(کله چې دجمعي ورځ شي دمسجد په هره دروازه کې ملایک ودریږي دشمیري په ترتیب سه راتلونکي لیکې کله چې امام کښیني (خطبه شروع کړي) هغوې خپلي دفتري راټولي کړې بیا راشي خطبی ته غوږ ونیسې).
دادقران اودحدیثو دلایل خوراروښانه دي په دی خبره کې چې ملایک جسم لري او دا یو معنوی طاقت نه دی لکه څنګه چې هغه د کږو زړونو والا ویلی دي. ددی دلایلو د غوښتني په بنا مسلمانانو اجماع کړی ده.
په کتابونو ایمان لرل:
کتب دکتاب جمع ده په معنی دلیکلی شوی، دلته دکتابونو څخه هغه کتابونه مراد دي کوم چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو نازل کړي، د مخلوق دلار ښووني دپاره او په هغوي باندی رحم کولو دپاره او د دی دپاره چې مخلوق  د دنیا او د اخرت نیکمرغۍ ته ورسیږي.
په کتابونو باندي ایمان راوړل څلورو شیانوته اړین دی:
۱:- په دی خبره ایمان چې ددی کتابونو راتلل د الله تعالی دطرفه ریښتیا دي.
۲:- ددي په نوم باندی ایمان لرل که مونږ ته یي نوم معلوم وي لکه قران په محمد-صلی الله علیه وسلم-نازل شوی، تورات په موسی –علیه الصلات والسلام-نازل شوی، انجیل په عیسی-علیه السلام-نازل شوی، زبور داوود-علیه السلام ته ورکړل شوی او د  کوم چې  راته نوم نه دی معلوم په هغي به اجمالی ایمان لرو.
۳:- دی کتابونو چې دکوم شی خبرورکړی دهغي تصدیق کول لکه دقران اخبار او دمخکینو کتابونو اخبار چې تحریف او بدلون په کې نه وی شوی.
۴:-هغه احکام چې منسوخ نه وي په هغې عمل کول،اوپه هغې خوشحالي کول اوهغې ته غاړه ایښودل که په حکمت یې پوهیږو او که نه پوهیږو ټول مخکني کتابونه منسوخ شوي په قران عظیم شان سره، الله تعالی فرمایلی:
(وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ) [سورة المائدة: 48]
 (مونږ رالیږلی تاته کتاب ای پیغمبره دپاره دښکاره کولو دحق په داسی حال کې چې تصدیق کوونکی دی دهغه کتابونو چې ددی څخه مخکی دي اودهغی دپاره ساتونکی دی)
یعنی به هغی فیصله کوونکی دی. بنا پر دی دمخکینو کتابونو په هیڅ یوحکم عمل کول روانه دی مګر هغه چې صحیح وي اوقران ور باندی تقریر کړی وي.
په کتابونوباندې ایمان خورا ګټورې فائدې لري ځیني دهغې څخه:
۱:- په دی خبره پوهیدل چې الله تعالی د خپلوبنده ګانوڅومره لحاظ ساتلی چې د هر قوم دلار ښوونې دپاره یې هغوې ته کتاب رالیږلی.
۲:- په دی خبره پوهیدل چې دالله تعالی په دی خپل شریعت کې څومره حکمتونه دي، چې دهر قوم دحالاتو مطابق احکام رالیږي.
الله تعالی فرمایلی:
(لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) [سورة المائدة: 48]
(دهریو قوم دپاره مونږ د هغوې د احوالو سره مناسب شریعت اوپلنی پلنی تګ لیارې ګرځولي).
۳:- په دی ټولو کې د الله تعالی دنعمتونو شکر کول.


په پیغمبرانو ایمان لرل:
رسل جمع درسول ده په معنی دلیږلی شوې یعنی دیوشی په رسولولیږلی شوی.دلته ورڅخه مرادهغه انسان دی چې وحې ورته شوی وی دیوشریعت اودهغې درسولوحکم ورته شوی وی.
لمړی پیغمبر نوح –علیه السلام-دی او روستی پیغمبرمحمد-صلی الله علیه وسلم-دی. الله تعالی فرمایلی:
(إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ) [سورة النساء: 163]
(بیشکه مونږه تاته وحی کړی لکه څنګه موچې نوح-علیه السلام-ته وحی کړې وه اودهغه څخه مووروسته نوروپیغمبرانوته کړې وه).
صحیح بخاری کې دانس-رضی الله عنه-څخه روایت کې دسفارش په باره کې چې کوم حدیث راغلی:
(ذكر أن الناس يأتون إلى آدم؛ ليشفع لهم، فيعتذر إليهم ويقول: ائتوا نوحًا أول رسولٍ بعثه الله)
(بیشکه نبی-صلی الله علیه وسلم-ددی خبری یاداشت وکړچې ادم –علیه الصلات والسلام-ته به خلک راشي چې زمونږ دپاره سفارش وکړه هغه به عذر وړاندی کړي اووبه وایې چې نوح علیه الصلات والسلام- ته ورشئ هغه کس دی چې الله لمړی پیغمبرلیږلی ،ټول حدیث یې بیان کړی).
اوالله تعالی دمحد-صلی الله علیه وسلم-په هکله فرمایلی:
(مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبيِّينَ) [سورة الأحزاب]
(نه دی محمد-صلی الله علیه وسلم-په تاسوکې دهیڅ یوسړی پلارلیکن دالله پیغمبردی اوپه ده پیغمبري پای ته رسیدلی).
نه دی خالی یو امت د یو پیغمبر څخه چې لیږلی وی الله تعالی دغه پیغمبرلره په یومستقل شریعت باندی دی قوم ته اونه هیڅ نبی چې وحی دی  شوی وی دی نبی ته په یو شریعت مخکې دمحمد-صلی الله علیه وسلم-څخه ددی دپاره چې دغه رسول یا نبی را تازه کړي دغه شریعت لره.الله تعالی فرمایې:
(وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ) [سورة النحل: 36]
(قسم دی خاماخاپه تحقیق سره لیږلی مونږهرامت ته پیغمبر،اوداخبره یې ورته کړی چې دیوالله عبادت وکړئ اودغیرالله دبنده ګۍ څخه ځان وژغورۍ).
اوفرمایلی یې دي: (وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلا خلا فِيهَا نَذِيرٌ) [سورة فاطر: 36]
(نه دی هیڅ یوامت مګرتیرشوی په هغې کې یو بیروونکی).
اوفرمایلی یې دی (إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ) [سورة المائدة: 44]
(بیشکه مونږتورات نازل کړی په هغي کې هدایت اورڼاره وه فیصلی به کولې په تورات باندی هغه بیغمبرانو چې پوره غاړه ایښودونکي وو الله ته يعني فيصلې به يي کولې دیهودودپاره).
پیغمبران مخلوق دی انسانان دي دربوبیت یادالوهیت څه شی ورته ثابت نه دی ،الله تعالی دخپل نبی محمد-صلی الله علیه وسلم- په باره کې فرمایلی چې دا             دپیغمبرانو سردار دی او دده شان د الله تعالی په نیزپه ټولوکې اوچت دی:
(قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) [سورة الأعراف: 188]
(ووایه زه اختیار نه لرم دځان دپاره د فائدې جلبولو او نه دضرر دفع کولو مګر هغه څه چې الله تعالی یې وغواړی زما د پاره که چیری زه په پټو رازونو پوهیدلای هر ومرو به ما دخپل
ځان دپاره فائده زیاته کړی وای او ماته به هیڅ تکلیف نه وی رسیدلی، زه نه یم مګر یروونکې منکرینوته او زیری ورکوونکې منونکو ته دهغه قوم دپاره چې باورکوي).
اوالله تعالی فرمایلی: (قُلْ إِنِّي لا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلا رَشَدًا * قُلْ إِنِّي لَن يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِ مُلْتَحَدًا) [سورة الجن: 21، 22]
(ووایه بیشکه زه اختیارنه لرم ستاسو دپاره دضرر دفع کولو یا د هدایت کولو ووایه بیشکه هیچیری ماته پناهي نه شی راکولای دالله په مقابل کې هیڅوک او هیچیری زه نه شم پیدا کولای په غیر د الله څخه بل ځای دپناه نیولو).
او دا پیغمبران هغه څه احساسوی کوم څه چې عام انسانان احساسوی لکه ناروغتتیا، مرګ، او د خوراک او څښاک ضرورت او داسی نور. الله تعالی دابراهیم-علیه الصلات والسلام-باره کې فرمایلی کله چې هغه دخپل رب ستاینه کړی:
(وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ * وَإِذا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ * وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ) [سورة الشعراء: 79، 81]
(الله هغه ذات دی ماته خوراک اوڅښاک راکوي، اوچې کله مریض شم هغه می روغوي اوهغه ذات دی چې مرګ راباندی راولې اودوباره ژوند).
او په تحقیق سره الله تعالی د دوي صفت کړی دی په بنده ګۍ کولوکې  الله لره په هغه اوچتو ځایونو د دوي او په دوی باندی دثنا په جریان کې.
الله تعالی دنوح علیه الصلات والسلام- باره کې فرمایلی: (إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا) [سورة الإسراء: 3]
(یقینا نوح-علیه السلام-شکرګزار بنده وو)
دمحمد-صلی الله علیه وسلم-باره کې یې فرمایلی:
(تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا) [سورة الفرقان: 1] (دبرکت والا هغه ذات دی چې په خپل بنده یې داسی کتاب نازل کړی چې دحق اوباطل په مینځ کې جدایې راولي دی دپاره چې دمخلوقاتودپاره یره وونکې شي).

او د ابراهیم، اسحاق، یعقوب،-علیهم الصلات والسلام-باره کې یې فرمایلی:
(وَاذكُرْ عِبَادَنَا إبْرَاهِيمَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ أُوْلِي الأيْدِي وَالأبْصَارِ * إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ *
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الأخْيَارِ) [سورة ص: 45، 47]
(یادکړه بنده ګان زماابراهیم، اسحق او یعقوب خاوندان دقوت وو په طاعت کې او خاوندان دبصیرت ووپه دین اوعلم کې اوماخاص کړی وو دوي لره په داسی خصلت چې هیڅ ګډون ورسره نه وو اوهغه خصلت خالصه دادی چې همیشه دوي اخرت یادوي اوبیشکه دوۍ زمونږ په نیزخاماخا دصفت کړای شوی اود غوره خلکو څخه وو).
او د عیسی زوی دمریم-علیهماالصلات والسلام-باره کې یې فرمایلی:
(إِنْ هُوَ إِلاَّ عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلاً لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ) [سورة الزخرف: 59]
(نه وو عیسی مګر یو بنده وو مونږ ور باندی انعام کړی وو او ګرځولی وو مونږ هغه یوه نمونه دبنی اسراییلو دپاره).
پیغمبرانوباندې ایمان لرل مشتمل دی په څلوروکارونو:
1-په دی خبره ایمان چې دوي دالله دطرفه حق پیغمبران وو چا چې دیوه د پیغمبرۍ څخه انکار وکړ بیشکه ده د ټولو پیغمبرانو څخه انکار وکړ لکه الله تعالی فرمایلی: (كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ) [سورة الشعراء: 105]
(نسبت ددرواغوکړی وودوی ټولوپیغمبرانوته)
الله تعالی دوي ټولوپیغمبرانوته ددرواغوپه نسبت کولوسره یادکړي اوحال داچې په دغه وخت کې هیڅ کوم بل پیغمبروجود نه درلوده .بنا پر دی نصاری هغه خلک دي چې محمد-صلی الله علیه وسلم-ته یې نسبت د درواغو کړی او د هغه تابعداری یې نه ده کړي نودوي نسبت ددرواغومسیح زوی دمریم ته هم وکړ او همدا رنګه د هغه تابعداری یې هم ونه کړه خاص کرعیسی زوی دمریم دی نصاراوته دمحمد-صلی الله علیه وسلم-د راتلو زیری هم ورکړی وو، ددی زیري بله معنی نه وه مګر داچې بیشکه محمد-صلی الله علیه وسلم-دوي ته پیغمبر راځي اوالله تعالی به دوي دده په وجه دګمراهۍ څخه وژغوري اودنیغي لیاری په طرف به یې روان کړی.
2-دکوم پیغمبرنوم چې مونږ ته معلوم وي دهغه په نوم باندی ایمان لرل لکه محمد ،ابراهیم ،موسی ،عیسی ، اونوح - علیهم الصلات والسلام- دا پنځه           دکلک عزم خاوندان دي په پیغمبرانو کې، په تحقیق سره الله تعالی په قران کې ددوي یاداشت په دوه ځایوکې کړیدی سورت احزاب په دی قول دالله تعالی کې: (وَإِذ أَخَذْنَا مِنَ النَّبيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ) [سورة الأحزاب: 7]
(یادکړه هغه وخت چې اخیستی وه مونږه دپیغمبرانو څخه وعده مضبوطه او ستا څخه هم او د نوح، او ابراهیم، او موسی، او عیسی زوی دمریم،څخه هم).

 

اوپه سورت شوری کې په دی قول دالله تعالی کې:
(شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ) [سورة الشورى: 13]
(جوړ کړی یې دی ستاسو د پاره دین هغه چې وصیت یې کړی وو په هغی سره نوح-علیه السلام-ته او د هغه دین وحی مونږ تاته هم کړیده اوپه هغه دین مونږ ابراهیم، او موسی، اوعیسی، ته هم وصیت کړی ووچې ودروئ دغه غوره دین اونور دینونه مه جوړوئ).
3-پیغمبرانو چې دکوم شي خبر ورکړی وي او د هغې صحت ثابت شې په هغې باورکول.
4-عمل د محمد-صلی الله علیه وسلم-په شریعت باندی کول اوپه ده سره رسالت پای ته رسیدلی او دا د ټولو خلکو د پاره پیغمبر دی، الله تعالی فرمایلی: (فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا) [سورة النساء: 65]
 (نه ده داسی سستاپه رب می دی قسم وی ایمان والا نه شی جوړیدای تردی پوری چې په تاباندی فیصلې وکړي په هغه اختلافاتوکې چې ددوې په مینځ کې پیداکیږي اوبیادفیصی څخه وروسته په خپلوزړونوکې تنګوالی ونه مومي دهغه فیصلې په وجه چې تاورته کړیده اوغاړه کیږدی دوي پوره غاړه ایښودل).
په پیغمبرانودایمان لرلومیوه دارې اوروښانه فائدې:
1- د الله تعالی په رحمت اود هغه په خصوصی رعایت به پوه شی چې په خپلوبنده ګانویې کړی دی اودوي ته یې پیغمبران رالیږلې ددی دپاره چې دالله تعالی دلیاری ښودنه ورته وکړي او دا ورته په ډاګه کړی چې څرنګه دالله تعالی بنده ګي وکړې ځکه یواځی انساني عقل دانه شي معلومولای.
2-دالله تعالی ددی عظیم شان نعمت شکر کول.
3- دپیغمبرانو سره مینه کول دهغوي احترام کول په هغوی باندی ښه ویل څنګه چې دهغوي دشان سره لایق وي،ځکه چې دالله تعالی پیغمبران دي،دالله تعالی عبادت یې په پوره طریقی سره کړیدی او د هغه پیغامات یې خلکوته رسولې،او دالله تعالی دبنده ګانو یې پوره خیرخواهي کړیده.
بیشکه ډیرو عنادګرو د پیغمبرانو تکذیب کړی پدی غلط ګمان چې البته دوی انسانان دی، الله تعالی دغه غلط ګمان ددوی یادکړی اوباطل کړی یې دی به دی قول سره:
(وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللهُ بَشَرًا رَّسُولاً * قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاء مَلَكًا رَّسُولاً) [سورة الإسراء: 94، 95]
(نه دی منع کړی خلکولره دایمان راوړلوڅخه کله چې دوي ته هدایت راغلی مګردی خبری ایا الله یوبشرپیغمبر رالیږی، ورته ووایه که چیری په ځمکه کې ملایک اوسیدلی نوخاماخابه مونږدوی ته دخپل طرفه ملایک پیغمبرلیږلی وای).
الله تعالی ددوی دغه غلط ګمان باطل کړچې خاماخابه پیغمبر بشر وي ځکه چې دځمکې والاو ته لیږل شوی اود ځمکې والا بشر دی،او که بالفرض دځمکې والاملایک وای نوهرو مروبه ورته پیغمبرهم ملایک راستول شوی وای ددې دپاره چې یوجنس وای  اوهمداشان الله تعالی دهغې خلکوحکایت کوی چاچې دپیغمبرانوتکذیب کړی ویلي یې وو:
(إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبينٍ * قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللهَ يَمُنُّ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بسُلْطَانٍ إِلاَّ بإِذنِ اللهِ) [سورة إبراهيم: 10، 11]
(نه یې تاسو مګر بشر زمونږپه شان ایا تاسو غواړۍ چې بندکړئ مونږلره دهغه الهه باطلو څخه چې همیشه یې بنده ګی کړیده زمونږ مشرانو، راوړئ مونږته یوښکاره مضبوط دلیل، پیغمبرانو ورته په جواب کې فرمایلي وو:نه یو مونږ مګر انسانان ستاسی په شان لیکن الله تعالی پیرزوینه کوي په رسالت ورکولوسره چاته یې چې وغواړي په بنده ګانوخپلوکې،نه شوکولای چې تاسوته یوه فرمایشی معجزه راوړو مګر دالله په اجازه).
داخرت په ورځ ایمان لرل:
داخرت دورځي څخه مراد د قیامت ورځ ده دا هغه ورځ ده چې الله تعالی په کې ټول خلک دحساب اوبدلې ورکولو دپاره دوباره راژوندی کوي.وجه دنوم ایښودلویې په اخرت سره داده چې ددي څخه بله              ددنیا ورځ نشته په داسې طریقې چې جنتیان به دجنت په کورونو کې قرار ونیسي او جهنمیان به په جهنم کې قرارونیسې.
داخرت په ورځ ایمان لرل دري شیانوته مشتمل دی:
1-په دوباره ژوند باندی یقین کول چې دا دمړو                   را ژوندي کیدل دی په دویمه شپیلۍ سره به ټول خلک رب العالمین ته ودریږي پښي ابله، بربنډ، ناسونته،

 

 

الله تعالی فرمایلی: (كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ) [سورة الأنبياء: 104]
(لکه څنګه چې مونږاول پیدایش دانسانانو کړی دغه شان به یې دوباره هم راژوندي کړو، پوره کول ددې وعدی دي په مونږ یقینا مونږ کوونکي یودی کار لره).
دوباره ژوند رښتیا دی شته ،قران، حدیث، دمسلمانانو اجماع ورباندې دلیل دی: الله تعالی فرمایلی: (ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذلِكَ لَمَيِّتُونَ * ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ) [سورة المؤمنون: 15، 16]
(بیایقینا تاسووروسته ددی پیدایش دنیایې څخه خاماخامړه کیدونکي یاستۍ بیایقینا تاسوبه دقیامت په ورځ ژوندي راپورته کړای شئ).
اونبی-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی: (يحشر الناس يوم القيامة حفاة عراة غرلاً)
 (خلک به راجمع کړای شي دقیامت په ورځ پښې ابله ناسونت)متفق علیه.
دقیامت په اثبات باندی دمسلمانانو اجماع ده، او دادحکمت الهی غوښتنه هم ده حکمت هم داغواړی چې الله تعالی دی دمخلوقاتو دپاره دوباره ژوندمقرر کړي ددی دپاره چې الله تعالی بدلې ورکړي بنده ګانوته په هغه څه باندې چې الله مکلف کړی وودوي دخپلو پیغمبرانو په ژبه.الله تعالی فرمایلی: (أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ) [سورة المؤمنون: 115]
(ایاګمان کوۍ تاسوچې بې شکه تاسومې بې هدفه پیداکړي یاستۍ اوبیشکه ستاسوواپسي به ماته ونه کړای شي).
اوخپل نبی ته الله تعالی فرمایلی: (إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ) [سورة القصص: 85]
بیشکه هغه ذات چې په تایې قران نازل کړی خاماخابه تادوباره ژوندته رسوي).

 

2-په حساب اوپه جزاباندی ایمان:
هربنده سره به دهغه په عمل حساب کیدای شی او د هغې مطابق سزابه ورکولای شي په دی باندې قران،حدیث اواجماع دمسلمانانو دلیل دی:
الله تعالی فرمایلی: (إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ * ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ) [سورة الغاشية: 25، 26]
(بیشکه مونږته ددوي راتګ دی اوپه مونږباندي ددوي سره حساب کول دي).
اوالله تعالی فرمایلی دي (مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ) [سورة الأنعام: 160]
(چاچې یوه نیکې راوړه هغه لره لس چنده اجردی اوچاچې یوه بدي راوړه سزابه نه ورکول کیږې مګر د هغه بدۍ په اندازه او په دوي به هیڅ قسم ظلم نه شی کیدای).


اوالله تعالی فرمایلی:(وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا
وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسبِينَ) [سورة الأنبياء: 47]
(دقیامت په ورځ به دعدل تله کیږدو اوپه هیڅ نفس به دزرې به اندازه ظلم ونه شي اوکه داوري ددانې په مقدار عمل وي هغه به هم راوړو او پوره یومونږ حساب کوونکې).
دعبدالله زوي دعمر-رضی الله عنهما-څخه روایت دی بیشکه نبی-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی: إن الله يدني المؤمن؛ فيضع عليه كنفه - أي ستره - ويسترهُ، فيقول: أتعرف ذنب كذا؟ أتعرف ذنب كذا؟ فيقول: نعم، أي رب، حتى إذا قَرَّرَهُ بذنوبه، ورأى أنه  قد هلك؛ قال: قد سترتها عليك في الدنيا، وأنا أغفرها لك اليوم؛ فيعطى كتاب حسناته، وأما الكفار والمنافقون؛ فينادى بهم على رؤوس الخلائق: هؤلاء الذين كذبوا على ربهم، ألا لعنةُ الله على الظالمين)
(بیشکه الله تعالی به یومومن ځان ته رانږدي کړي اوپرده به ورباندې واچوي اوورته به ووایې ایا د افلانۍ ګناه دی یاده ده؟ ایا د افلانۍ ګناه دی یاده ده؟مومن به ووایې هو،ای زمازبه تردی چې پخپلوګناهونو اقرار وکړی اووګوري چې هلاک شوم نوالله تعالی به ورته ووایې په تحقیق سره ماپرده اچولې تاباندې په دنیاکې اونن ورځ مې درته داګناهونه وبخښل دنیکیوعملنامه به ورکړي اوهرچې کافران اومنافقان دي دمخلوقاتوپه محضرکې به ورته اوازوکړای شی داهغه خلک دي چې په خپل رب یې درواغ ویلی خبرداردالله لعنت دی وي په ظالمانو)متفق علیه.
په یوصحیح حدیث کې دنبي-صلی الله علیه وسلم-څخه ثابت دي:
(أن من همَّ بحسنة فعملها؛ كتبها الله عنده عشر حسنات إلى سبعمائة ضعف إلى أضعاف كثيرة، وأن من همَّ بسيئة فعملها؛ كتبها الله سيئة واحدة)
(بیشکه څوک چې دنیکۍ قصدوکړي اوبیایې په عمل کې راولي ولیکي الله تعالی خپل ځان سره لس نیکۍ تراوه سوه پورې بلکه ددی څخه په خوراډیرزیاتوالي اوڅوک چې دیوی بدۍ قصدوکړي اوبیایې په عمل کې راولي ولیکي هغې لره الله تعالی په یوه بدۍ).
په تحقیق سره مسلمانانوپه دی باندی اجماع کړی ده چې حساب او جزا د اعمالو شته: او د اهم دحکمت الهي غوښتنه ده بیشکه الله تعالی کتابونه رالیږلی پیغمبران یې رالیږلی اوفرض کړی یې ده په بنده ګانوچې دي پیغمبرانوڅه راوړی هغه به منئ اوپه کوم شی چې عمل واجب دی په هغې به عمل کوئ اوڅوک چې ددی سره معارضه کوی دهغوي سره یې قتال واجب کړی دهغوي ویني اولادونه ښځي اومالونه یې حلال کړی که چیری حساب اوجزاءپه عمل نه وای بیاخو دا ټول خاماخا عبث کاروو اوحکیم رب دعبث کارڅخه پاک دی په تحقیق سره الله تعالی دی ته اشاره کړی په دی قول کې: (فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ * فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَآئبينَ) [سورة الأعراف: 6، 7]
(قسم دی خاماخا زه به ضروردضرور پوښتنه وکړم دهغه کسانوڅخه چې پیغمبران ورته لیږل شوي اوقسم دی خاماخا ضرور د ضرور زه به دپیغمبرانو څخه هم پوښتنه وکړم اوقسم دی خاماخا زه به دوي ته په پوره پوهه سره بیان وکړم اومونږ غایب نه یو).
3-په جنت اوجهنم باندې ایمان لرل:
جنت او جهنم د مخلوقاتو د همیشه او سید لوځای دی جنت د نعمتونو کور دی الله تعالی مومنانو متقیانو د پاره تیارکړی په کوم شي چې الله ایمان راوړل واجب کړی اوپه هغې یې ایمان راوړی وي اودالله اودرسول تابعداری یې کړی وی اخلاص کوونکي وي الله لره  تابعداري کوونکي وی درسول الله ،په جنت کې داسې نعمتونه دي چې سترګو لیدلي نه دي، غوږو اوریدلي نه دي اودیوانسان په سوج او فکرکې چیرته  تیرشوي نه دي.الله تعالی فرمایلی: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ * جَزَاؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ) [سورة البينة: 7، 8]
(بیشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی اوعملونه یې کړی دقران اوسنت مطابق داغوره په مخلوقاتوکې دی دالله تعالی سره ددوي بدله جنتونه دهمیشګرۍ دي بهیږي به لاندی دبنګلویادونو دهغې څخه نهرونه همیشه به وي په هغې کې همیشه الله به ددوي څخه خوشحاله وي اودوي به دالله څخه خوشحاله وي داحال به دهغه چاوي چې په دنیاکې دخپل رب څخه یریدلی وي)
اوالله تعالی فرمایلی:(فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [سورة السجدة: 17]
(نه دي معلوم هیڅ نفس ته هغه نعمتونه چې پټ ساتلې شوې ددوي دپاره چې هغه دسترګویخوالی دی اوبدله ده دهغه عملونوکوم چې دوي همیشه په دنیاکې کړي).
هرچې اوردی دادعذاب کوردی الله تعالی دهغه کافرانو ظالمانو د پاره تیارکړی دی چې په الله تعالی یې کفر کړیدی په دنیاکې په دی کې عبرتناک قسم قسم عذابونه دي چې تصور ورڅخه عاجز دی.الله تعالی فرمایلی:(وَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ) [سورة آل عمران: 131]
(دهغه اورڅخه وبیریږئ چې دکافرانودپاره تیارشوی).
اوالله تعالی فرمایلی: (وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاء كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءتْ مُرْتَفَقًا) [سورة الكهف: 29]
(بیشکه مونږدظالمانودپاره اورتیارکړی چې راګیرکړي به وي دوې لره لمبوددی اورکه چیرې دوي فریاد دتندې څخه کوي نوګرمی اوبه به ورکړای شي په شان دویلی  شوی تامبې چې دمخونوغوښې به یې په کې راتوی شي ډیربدڅښل دي.

 

اوډیربدځای دورتګ دی جهنم).
اوالله تعالی فرمایلی: (إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا * خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لاَّ يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلا نَصِيرًا * يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولا) [سورة الأحزاب: 64، 66]
(بیشکه الله تعالی کافران دخپل رحمت څخه لیری کړی اوګرم اوریې ورته تیارکړی همیشه به وي په دی کې همیشه نه به مومي دوست اونه کومکي په کومه ورځ چې اړولی راړولی شي مخونه ددوي په اورکې وایې به کاشکې افسوس چې دالله تابعداري موکړی وای په دنیاکې او د پیغمبر تابعداري موکړی وای).
داخرت په ورځ باندي ایمان لرلوسره ټول هغه څه تړاولري چې دمرګ څخه وروسته مخې ته راځي:
1- په قبرکې امتحان: کله چې مړی په قبر کې دفن شي دهغه څخه درب، دین، اودنبي په باره کې پوښتني کولوته دقبرامتحان وایې. کلکوي الله ایمان والاپه وینا مضبوطه اووایې: رب مې الله دی،دین مې اسلام دی،اونبې می محمد-صلی الله علیه وسلم-دی اواړوي الله ظالمان نووایې کافران هاه هاه نه پوهیږم. اووایې منافقان اویاشکیان: نورنه پوهیږم دخلکو څخه مې یوشی اوریدلی ووهغه می وایه.
2-دقبرعذاب اونعمتونه: هرچې دقبرعذاب دی دا                 
د کافرانو، منافقانو، اوظالمانو د پاره دی،الله تعالی فرمایلی: (وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ) [سورة الأنعام: 93]
 (که چیری ته وګوری کله چې داکافران دمرګ په سختیوکې وي او ملایکو ورته لاسونه اوږده کړی وي او ورته وایې: راوباسئ خپل روحونه نن ورځ تاسوته سزادرکولای شي په سپکوونکي عذاب سره په دې وجه چې همیشه به تاسوپه الله تعالی نامنا سبه ویناکوله اودالله تعالی دایتونوڅخه مولویې کوله).


اوالله تعالی دفرعون په باره کې فرمایلې:(النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ) [سورة غافر: 46]
 (سهار او ماښام- همیشه-ورباندی اور پیشکولای شي، او په هغه ورځ کله چې قیامت ودریږي وبه ویل شي داخل کړئ فرعونیان سخت عذاب ته).
په صحیح مسلم کې حدیث دی زیدزوی دثابت دنبي-صلی الله عایه وسلم-څخه نقل کړی نبي-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی:
(فلولا أن لا تدافنوا؛ لدعوتُ الله أن يسمعكم من عذاب القبر الذي أسمع منه، ثم أقبل بوجهه؛ فقال: تعوَّذوا بالله من عذاب النار) قالوا: نعوذ بالله من عذاب النار، فقال: (تعوَّذوا بالله من عذاب القبر) ، قالوا: نعوذ بالله من عذاب القبر، قال: (تعوَّذوا بالله من الفتن، ما ظهر منها، وما بطن) ، قالوا: نعوذ بالله من الفتن ما ظهر منها وما بطن، قال: (تعوَّذوا بالله من فتنة الدجال) قالوا: نعوذ بالله من فتنة الدجال
(که چیری دا یره نه وای چې بیا به تاسومړي نه دفن کوئ خاماخابه ما د الله تعالی څخه غوښتی وای چې تاسوته یې د قبر عذاب اورولای وی کوم چې زه اورم بیا مخامخ شواو ویې فرمایل: پناه وغواړئ په الله تعالی دعذاب د اور څخه صحابوو وفرمایل: مونږپناه غواړو په الله تعالی باندې دعذاب د اور څخه، بیا نبي-صلی الله علیه وسلم-وفرمایل: پناه وغواړئ په الله تعالی دعذاب قبر څخه. صحابوو وفرمایل: پناه غواړوپه الله تعالی باندی دعذاب قبر څخه بیا نبي-صلی الله علیه وسلم-وفرمایل: پناه وغواړئ په الله تعالی باندی دښکاره فتنو او د پټو فتنو صحابوو وفرمایل: پناه غواړوپه الله تعالی باندی دښکاره فتنو او د پټو فتنو څخه،بیا نبي-صلی الله علیه وسلم-وفرمایل: پناه وغواړئ په الله تعالی دفتنې ددجال څخه،صحابو وویل:پناه غواړو په الله تعالی دفتنې ددجال څخه).

 

هر چې د قبر نعمتونه دی دا د ریښتینو مومنانو د پاره دي. الله تعالی فرمایلی: (إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلائِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ) [سورة فصلت: 30]
(بیشکه هغه کسانو چې داسې وینایې کړیده چې رب زمونږ الله دی اوبیایې ټول طاعتونه اداء کړی دي او ټول منهیات یې پریښي دوي ته به ملایک د زنکدن په وخت کې راځي او ورته به داسې وایې څه موچې مخې ته راځي له هغې مه بیریږئ او هغه چې درڅخه پاتی کیږې هغې پسې مه غمژن کیږئ اوخوشحالي وکړئ په هغه جنت چې تاسوسره یې وعده شوی ده).
اوالله تعالی فرمایلی:(فَلَوْلا إِذا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ * وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ * وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَكِن لا تُبْصِرُونَ* فَلَوْلا إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ * تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ * فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبينَ * فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ) [سورة الواقعة: 83، 89]
(ولې نه ده کله چې روح مرۍ ته ورسیږي اومخه یې ونیسئ، او تاسو ورته ښه ګورۍ،او مونږ ډیر نږدې یو ده ته ستاسو څخه لیکن تاسونه ګورۍ دی ملایکو لره، نو ولې نه ده که چیرې تاسو نه یاست کمزوري چې راستون کړئ دغه روح لره که ریښتیني یاستي که چیری وی دا روح والا د خورا ډیرو نږد وخلکوڅخه نو دده دپاره راحت دی اوخوږ رزق دی او جنت              د نعمتونوڅخه ډک)
دسورت د اخره پوری. دبراءزوی دعازب-رضی الله عنه-څخه روایت دی بیشکه نبي-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی دمومن باره کې، کله چې هغه دوه ملایکو ته جواب ورکړی په قبرکې :
(ينادي منادٍ من السماء: أن صدق عبدي، فأفرشوه من الجنة، وألبسوه من الجنة، وافتحوا له بابًا إلى الجنة، قال: فيأتيه من رَوحها وطِيبها، ويفسحُ له في قبره مدَّ بصره)
اوازوکړي یو اواز کوونکی چې رښتیا ویلی زما بنده دجنت فرش ورته وغوړوئ ، دجنت جامې ور واغوندئ او د جنت څخه ورته یوه دروازه پرانیزئ نبي-صلی الله علیه وسلم-فرمایې چې ده ته د جنت هوا او خوشبویې راځي او د سترګو نظر په اندازه ورته قبر کې پراخوالی کیږې)
احمد او ابوداود په یو اوږود حدیث کې روایت کړی.
داخرت په ورځ دایمان لرلو خوراګټوري فائدی دي ځینی یې دادي:
1-د طاعاتو سره شوق او د هغی د کولو حرص انسان کې پیدا کیږي په دغه ورځ دثواب په اومید.
2-دنافرمانیو څخه یره کول دعذاب دیری دوجه اوپه دغه یره خوشحالې کول.
3-په دی کې تسلی ده مومن ته په هغه څه چې دده څخه پاتی کیږي په مقابل دهغه نعمتونو او ثوابونو کې چې دایې اومید لري به اخرت کې.
په تحقیق سره ډیرو کافرانو انکار کړیدې د بعث بعد الموت څخه غلط ګومان کوی چې دا ممکن نه دی، دا ګومان باطل دې د بطلان لپاره یی دلیل شریعت حس او عقل دی.
هر چې شریعت دی الله تعالی فرمایلې:
(زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن لَّن يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ) [سورة التغابن: 7]
 (ګومان کوی کافران چې هیچیری به دوی دوباره ژوندی نه کړی شی او وایه قسم دی وی زما په خپل رب خامخا به را ژوندي کولای شئ تاسو بیا به خامخا تاسو خبرولې شئ په هغه څه چې تاسو کړی په دنیا کې او دا کار په الله آسان دی) .
په تحقیق سره ټول آسمانی کتابونه په دې متفق دی .
هر چې حس دی په تحقیق سره الله تعالی په دنیا کې خپلو بندګانو ته د مړو ژوندی کول خودلي په سورت بقره کئ یې د دې پنځه مثالونه بیان کړیدي :
لومړې مثال: د موسی علیه السلام قوم چې کله هغه ته اوویل:َلن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً  [سورة البقرة: 55]
(هیچیرې مونږ په تا باور نه کوو تر څو چې مونږ الله ښکاره اوګورو)
الله تعالی په دوئ باندې عقوبتا مرګ راوست او بیا یې را ژوندي کړل .
نو په دې باره کې الله تعالی بنی اسرائیلو ته خطاب کوي: (وَإِذ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ *ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) [سورة البقرة: 55، 56]
(یاد کړه هغه وخت چې ویلی وو تاسو یا موسی هیڅکه مونږ په تا باور نه کوو تر څو چې مونږ الله ښکاره اوګورو پس ونیولئ تاسو یوې تيزې چیغې او تاسو لیدل، بیا الله راژوندي کړئ وروسته د مړه کیدلو ستاسو څخه، د دې دپاره چې شکر وکړئ) .
دویم مثال :  د هغه وژل شوي باره کې چې په وژلو کې یې د بنی اسرائیلو اختلاف وو الله تعالی هغوي ته حکم وکړ چې یوه غوا ذبحه کړئ او د هغې یوه حصه په دې مړي ووهئ نو دا به خپل قاتل تاسو ته وښائی دې باره کې الله تعالی فرمايي:

(وَإِذ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ * فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ ببَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيي اللهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) [سورة البقرة: 72، 73]
( یاد کړه هغه وخت چې وواژه تاسو یو نفس بیا مو            د هغه په وژلو کې اختلاف وکړ او الله ښکاره کونکې دې د هغه څه چې تاسو یې پټوئ پس وویل مونږ اووهئ دې مړي لره په یوه حصه د دغه غوا، دا رنګه الله تعالی مړي را ژوندي کوي او در ښاېی تاسو ته                دخپل قدرت نښې د دې دپاره چې تاسو د عقل څخه کار واخلئ ).
دريم مثال :  په قصه د هغه قوم کې چې هغوی د خپلو کورونو څخه وتلی وو په تیښته د مرګ د یرې او هغوي په زرګونو خلک وو الله تعالی ورباندې مرګ راوستې وو او بیا یې را ژوندي کړي وو.
دی باره کې الله تعالی فرمايی: (أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللهُ مُوتُواْ ثُمَّ أَحْيَاهُمْ إِنَّ اللهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَيَشْكُرُونَ) [سورة البقرة: 243]
 ( آیا ته نه یې خبر په حال د هغه کسانو چې وتلی وو د خپلو کورونو څخه د یرې د مرګ نه او په زرګونو خلک وو، اوویل: دوي ته الله تعالی مړه شئ هغوی مړه شول، بیا الله را ژوندي کړل بیشکه الله تعالی خاوند د فضل دې په خلکو لیکن زیات خلک شکر نه کوي)
څلورم مثال :  د هغه چا قصه چې یو کلي والا باندې تیریده او هغوي مړه وو ده بعیده وګڼله چې دوئ الله را ژوندي کړي الله په ده سل کاله مرګ راواسته بیا یي را ژوندې کړ.
په دې باره کې الله تعالی فرمایلي: (أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هَذِهِ اللهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبثْتَ قَالَ لَبثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ ننشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) [سورة البقرة: 259]
 ( او په شان د هغه چا چې تیریده په یو کلي باندې او هغه را پریوتې وو په خپلو چتونو هغه وویل: څنګه به الله تعالی دوي را ژوندي کړي پس له مرګه ، مړ کړ ده لره الله سل کاله بیا یې ژوندې را پورته کړ ورته ویې ویل: څومره وخت دې تیر کړې؟ هغه وویل: یوه ورځ یا څه حصه د ورځې الله تعالی ورته وویل: بلکه سل کاله دې تير کړیدي خوراک څښاک ته دې وګوره هیڅ تغیر یي نه دې کړې خر ته دې وګوره د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تالره نښه د خلکو دپاره او هډوکو ته یی وګوره چې څنګه یې په حرکت راولو او بیا غوښې ور اغوندو، هر کله چې ورته واضحه شوه وې ویل: زه پوهیږم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري ).
پنځم مثال: قصه د ابراهیم علیه السلام ده کله یې چې الله تعالی ته سوال وکړ چې ماته را وښایه چې څه رنګه مړي ژوندي کوي الله تعالی ورته امر وکړ چې څلور مارغان حلال کړه او بیا یې جدا جدا برخې چار چاپیره غرونو باندې کیږده او بیا ورته آواز وکړه هغه مختلفې ټوټې به یو بل سره یوځای شي او ابراهیم ته به په منډه راشي، دې باره کې الله تعالی فرمايی:
(وَإِذ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّيَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) [سورة البقرة: 260]
  (او یاد کړه هغه وخت چې ویلي وو ابراهیم خپل رب ته چې ته څنګه دا مړي را ژوندي کوې؟ الله تعالی وویل: آیا ته یې نه باوره وې؟ هغه وویل: ولی نه زه یي باوره وم لیکن خپل باور زیاتوم الله تعالی وویل: څلور مارغان ونیسه او ټوټه ټوټه یې کړه ځان سره او بیا په هر غره باندې د دې یوه ټوټه کیږ ده بیا یې راوبله رابه شي تاته په منډه پوه شه بیشکه الله تعالی غالب دې حکمتونو والا دې) .
دا پنځه حسې واقعې په دې دلیل دې چې مړي ژوندي کول کیدونکې کار دې او دې ته مخکې هم اشاره شوې وه په هغه معجزو کې چې الله تعالی ځوئ د مریم ته ورکړې وې یوه په کې مړي ژوندي کول او د قبرونو څخه را ویستل وو د الله تعالی په حکم سره .
او د عقل دلالت د دوه و وجو څخه دې :
لومړئ وجه :بیشکه الله تعالی پیدا کونکې دې د آسمان او د ځمکې او هغه څه چې په مینځ د دیو کې دي لومړې پیدایشت یې الله تعالی کړې او قانون دا دې چا چې یو شې د لومړي ځل دپاره جوړ کړې وي نو د دوباره جوړولو څخه یې عاجر نه وي، الله تعالی فرمایلي: (كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ) [سورة الأنبياء: 104] (څرنګه چې مونږ شروع کړې دی اول پیدایشت دوباره یې هم پیدا کوو دا وعده پوره کول مونږ په ځان لازمه کړې بیشکه مونږ دې کار لره کونکي یو) .
او الله تعالی فرمایلي حکم کوی د رد په هغه چا باندې چې د دې زره زره شوو هډوکو د راژوندي کولو څخه انکار کوي:(قُلْ يُحْييهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) [سورة يس: 79]
( اووایه را ژوندي به کړي دې لره هغه ذات چا یې چې لومړې پیدایشت کړیدې او هغه په هر مخلوق پوهه دې ).
دویمه وجه : دا ځمکه وچه او سپیره وه هیڅ شین بوټې ورسره نه وو ،الله تعالی ورباندې باران وکړ تازه زرغونه شوه هر قسم د نباتاتو ښایسته جوړې په کې پیدا شوې هغه ذات چې د دې ځمکې په زرغونولو قدرت لري هغه د مړو په را ژوندي کولو باندې هم قدرت لري .
الله تعالی فرمايي: (وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الأرْضَ خَاشِعَةً فَإِذا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) [سورة فصلت: 39]
 ( د الله تعالی د قدرتونو د نښو څخه بیشکه ته ګورې ځمکه ذلیله کله چې مونږ په دې باندې اورښت وکړو په حرکت راشي او زیات کړي شینکو لره یقینا هغه ذات چې دا ځمکه يې را تازه کړه خامخا ژوندې کوې دې مړو لره بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري ) .
او الله تعالی فرمایي: (وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ * وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ * رِزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ) [سورة ق: 9، 11]
   ( او مونږ را لیږو د آسمان د طرفه د خیر نه ډکې اوبه او په هغې باغونه شنه کوو او دانې لو کړې شوې او خورما اوږدې لرونکې د وګو یو دبل دپاسه دپاره د خوراک د بندګانو او ژوندئ کوو په دغه اوبو هغه وچه ځمکه، دغه شان ستاسو راوتل به وي د قبرونو څخه) .
اوس په تحقیق سره بې لیاره شوې یو قوم د کږو زړونو والا د عذاب قبر او د هغې د نعمتونو څخه یې انکار کړیدې ګومان کوي چې دا ناشونې کار دې وایې که دا قبر راوسپړو اوبه مومو چې مړې په هماغه حال پروت دې لکه څنګه چې مو ایښې وو او قبر نه پراخ شوې او نه تنګ شوې .
دا غلط ګومان شریعت، حس او عقل ټولو باطل کړې،   د شریعت دلایل په اثبات د عذاب قبر او نعیم قبر کې د آخرت په ورځ ایمان لرلو سره چې کوم شیان تړاو لري د هغې په (ب فقره) کې تیر شو .


په صحیح بخاري کې د ابن عباس رضی الله عنهما-څخه روایت دې فرمايی: (خرج النبي صلى الله عليه وسلم من بعض حيطان المدينة؛ فسمع صوت إنسانين يُعَذبَانِ في قبورهما) وذكر الحديث، وفيه:) أن أحدهما كان لا يستتر من البول) وفي رواية: (من بوله) ، وأن الآخر كان يمشي بالنميمة)
 (نبی صلی الله علیه وسلم د مدینې د بعض باغونو څخه راووت آواز يی واورید د دوه انسانانو چه عذابولې شو په خپلو قبرونو کې) حدیث یې ذکر کړې او دا په کې دي ( یو د دې دواړو څخه هغه انسان وو چې د خپلو رڼو متیازو څخه یې ځان نه ساته او هر چې دا بل وو هغه چغلي کوله ).
 د حس دلالت :بیشکه یو بیده په خوب کې ګوري چې یو پراخ شین ځائ کې خوشحالی احساسوی او یا یو تنګ ډارونکي ځائ کې درد او خفګان احساسوي او کله کله رابیداره شی د هغه خوب د لیدلو د وجې چې ګوري په خپله کوټه کې په خپل فراش باندې څنګه چې بیده شوې وو هماغسې وي .
خوب د مرګ سره مشابه دې، ځکه ورته الله تعالی وفات ویلې الله تعالی فرمایلي: (اللَّهُ يَتَوَفَّى الأنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى) [سورة الزمر: 42]
 ( الله تعالی نفسونه اخلي کله چې بیدیږي هغه چې د مرګ فیصله ورباندې نه وي شوي په خوب کې پس نیسي هغه نفس چې فیصله د مرګ ورباندې شوې وي او خوشې کوي هغه نورو لره تر هغه نیټې معلومې پورې) .
د عقل دلالت: بیشکه یو بیده کله رښتیا د واقعې مطابق خوب ګوري، ډیر کرتې نبی صلی الله علیه وسلم په خپل صحیح شکل سره وګوري ، او چاچې نبی صلی الله علیه وسلم په خپل اصلی شکل ولیده دا حق دې کیدای شی، د دې سره سره هغه په خپله کوټه کې په خپله بستره پروت وي هغه څه يی چې لیدلي د هغې څخه خورا زیات لیري وي دا ټول څه چې دنیا کې کیدونکي دي آیا د آخرت په احوالو کې ناممکن دي؟ هرچې د دوي په کوم شي اعتماد دې هغه دا چې که مونږ راښکاره کړو نو مړې په هماغه حالت پروت وي په کوم حالت چې مونږ ایښې وو په قبر کې نه پراخوالې راغلې او نه تنګوالې .
د دې جواب په څو وجوهو سره دې ځینې یی دا دي :
د شریعت سره په ټکر کې داسې بیکاره شبهی  اچول نه دی جایز که دغه معارض په دې خپلو شبهو مناسب سوچ وکړي هرو مرو به د دې شبهاتو بطلان ور معلوم شي.
ویلې شوي :  ډیر کرتې په یوه صحیح وینا باندې خلک عیب لګوي ، خو د دې عیب لګولو علت د دوي ناجوړه فهم وي.
برزخي احوال دا د غیابي امور څخه دي حس یې نه شي راګیره ولې که حس یې ادراک کولای شوای بیا خو په غیبو باندې د ایمان فایده نه پاتې کیده او بیا خو په غیبو باور کونکې او دغیبو څخه انکار کونکې یو شانته کیدل .
د قبر عذاب او د قبر نعمتونه او د قبر پراخوالې او تنګوالې په دې خو مړي پوهیږي بل څوک ورباندې نه پوهیږي او دا په شان د هغه چا دې چې خوب ګوري چې یو تنګ ډارونکي ځای کې دې یا پراخه ښایسته شین ځای کې دې د بل چا په نسبت سره په ده کې هیڅ تغیر نه معلومیږي په خپله کوټه کې په خپله بستره کې پروت دې .
په تحقیق سره نبی صلی الله علیه وسلم ته به وحی کیدې شوه په داسې حال کې چې د صحابه و په مینځ کې به وو نبی صلی الله علیه وسلم به وحی اوریدله او صحابه و به نه اوریدله او ډیر کرتې به ملائک د سړي په شکل کې ورسره خبرې کولې او صحابه و به ملائک نه لیدل او نه به یې خبرې اوریدلې .
یقینا د مخلوق ادراک محدود دې په هغه اندازه چې الله تعالی قدرت ورکړی دوي ته د ادراک کولو ، امکان نه لری چې د ټولو موجوداتو ادراک دې وکړي، اوه آسمانونه ، ځمکه او هغه څه چې په دې کې دي دا هر شې د الله تعالی پاکي او ثناء وايي حقیقي پاکي ، او چې الله تعالی یی وغواړي کله کله یی مخلوق ته هم ور اوروي ، سره د دې دا ټول زمونږ څخه پټ دي.
دې باره کې الله تعالی فرمايي:  (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمواتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبيحَهُمْ) [سورة الإسراء: 44]
 (پاکي وایی خاص الله تعالی لره اوه آسمانونه او ځمکه او هغه څه چې په دې کې دي ، او نه شته هیڅ شې مګر دالله تعالی پاکي وايي سره د ثنا د هغه لیکن تاسو د دوي په تسبیحاتو نه پوهیږئ) .
همدا شان شیطانان پیریان منډي وهي په ځمکه کي ځي را ځي په تحقیق سره نبی صلی الله علیه وسلم ته پیریان حاضر شوي وو د هغه قراءت ته یی غوږ ایښې وو او چوپ وو او بیا خپل قوم ته ولاړل هغوی یی وبیرول سره د دې چې پریان زمونږ څخه پټ دي دې باره کی الله تعالی فرمایلي:
(يَا بَنِي آدَمَ لاَ يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبيلُهُ مِنْ حَيْثُ لاَ تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ) [سورة الأعراف: 27]
 (یا د آدم اولاده فتنه کې دې وا نه چوي تاسو لره شیطان لکه څنګه یی چې ستاسو مور او پلار د جنت څخه راویستلي وو د دې دپاره چې وښایي هغوی ته د هغوی عورتونه بیشکه دا شیطان تاسو ګوري او د ده قبیله هم تاسو ګوري او تاسو دوئ نه وینۍ بیشکه مونږ شیطانان دوستان جوړ کړي د هغه کسانو چې ایمان نه لري) .
هر کله چې دا ثابته شوه چې مخلوق د ټولو موجوداتو ادراک نه شي کولای نو دا نه دي جایز دوئ لره چې انکار وکړي د هغه غیبي امورو څخه چه په شریعت کې ثابت دي او دوی یی ادراک نه شي کولای .
په قدر باندې ایمان لرل : القدر: د دال په زور باندې            د الله تعالی له طرفه د کائناتو اندازه کول د الله د علم او د هغه د حکمت د غوښتنې مطابق د یته قدر وایی


په قدر باندې ایمان مشتمل دې په څلورو کارونو:
 په دې خبره ایمان لرل چې هر شې ټوټل او یویو پخوا د پخوا څخه د الله تعالی په علم کې وو برابره خبره ده که دغه شیانو د الله تعالی د کارونو سره تړاو درلوده او که د مخلوق د کارونو سره یی تړاو درلوده.
 په دې خبره ایمان لرل چې الله تعالی دا خپل معلومات په لوح محفوظ کې ولیکل د دې دوه و خبرو باره کې الله تعالی فرمایی : (أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالأرْضِ إِنَّ ذلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ) [سورة الحج: 70]
( آیا ته نه پوهیږې ای مخاطبه په دې خبره چې بیشکه الله تعالی پوهه دې په هغه څه چې په آسمان کې دي او په هغه څه چې ځمکه کې دي یقینا دا ټول لیکلې شوي دي او یقینا دا ټول په الله ډیر آسان دي ) .


په صحیح مسلم کې د عبدالله زوی د عمرو زوی             دعاص څخه روایت دې فرمایی: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی چې ویل یی : (كتب الله مقادير الخلائقِ قبل أن يخلق السموات والأرض بخمسين ألف سنة)
 ( د آسمانونو او ځمکو د پیدایشت څخه پنځوس زره کاله پخوا الله تعالی د مخلوقاتو اندازې لیکلي) .
ایمان لرل په دې خبره چه نه دي کاینات مګر د الله تعالی په اراده کې دي برابره خبره ده که دا کاینات                   د الله د کارونو سره تړاو لري او که د مخلوق د کارونو سره .
الله تعالی د هغه څه باره کې چې د هغه د کار سره تړاو لري فرمایي: (وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ) [سورة القصص: 68] ( او ستا رب پیدا کوي هغه شې چې وی غواړي او غوره یی کړي ) .


او فرمایی: (وَيَفْعَلُ اللهُ مَا يَشَاء)[سورة إبراهيم: 27]
( الله هغه څه کوي چې خوښه یی شي ) .
 او فرمایی: (هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاء)
 [سورة آل عمران: 6]( الله هغه ذات دې چه شکلونه درکوي تاسو ته په رحمونو کې څنګه یی چې خوښه شي ) او هغه څه چې د مخلوق د کار سره تړاو لري دې باره کې فرمایی:(وَلَوْ شَاء اللهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ)[سورة النساء: 90](که چيرې الله جبرا غوښتې وای خامخا به یی درباندې دشمن مسلط کړې وای او جنګ به یی در سره کړې وای).
او فرمایی: (وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ)
 [سورة الأنعام: 112] ( که چیرې جبرا الله غوښتې وای نو دوی به نه وی کړی هغه کار لره پس پریږده دوي او هغه درواغ چې دوی یې جوړوي) .


په دې خبره ایمان لرل چې ټول کائنا د ذات، صفتونو او حرکتونو سره د الله مخلوق دي .
الله تعالی فرمایی: (اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ)[سورة الزمر: 62]
(الله تعالی د هرشی خالق دی او دا الله د هر شي ذموار دې ) .
او فرمایی: (وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) [سورة الفرقان: 2]
( او پیدا کړې الله هرشی او اندازه کړې یی دې په اندازه کولو)
او الله تعالی د ابراهیم علیه السلام په باره کې فرمایلي چې خپل قوم ته وایی: (وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ) [سورة الصافات: 96]
(الله تعالی تاسو هم پیدا کړي یاستۍ او ستاسو عملونه یی هم پیدا کړي دي) .
په قدر باندې ایمان لرل په دغه طریقه چې مونږ یی بیان وکړ منافي نه دې چې د بنده دپاره دې اراده وي او د هغه دپاره دې قدرت وي په خپلو اختیاري کارونو باندې ځکه شریعت مطهره او واقع دواړه د بنده دپاره د دې په اثبات باندې دلیل دې .
د شریعت دلیل: د ارادې او (مشیئه) باره کې الله تعالی فرمایی:(فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآبًا) [سورة النبأ: 39]
 ( د چا چې خوښه وي خپل رب ته دې ځای د ورتګ ونیسي) .
او فرمایی: (فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ) [سورة البقرة: 223]
 ( راتګ کوئ خپل فصل ته په کوم کیفیت مو چې خوښه وي) .
او د قدرت باره کې یی فرمایلي:(فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا) [سورة التغابن: 16]
 ( د الله څخه اوبیریګئ د خپل توان او قدرت په اندازه او واورئ او تابعداري کوئ) .
او فرمایی: (لاَ يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ) [سورة البقرة: 286]
 ( الله بوج نه باروي په هیڅ نفس باندې مګر د هغه            دتوان او قدرت مطابق، د دې نفس دپاره به اجر           دهغه څه وي چې کړې یی دې او په ده به وبال          د هغه څه وي چې کړې یی دې )۔
د واقع دلیل:  هر انسان پوهیږی چې بیشکه د ده قدرت او اراده دواړه شته او د دې دواړو په وجه کول او نه کول تر سره کوي او فرق کوي په مینځ ده هغه څه کې چې د ده په اراده تر سره کیږی لکه تلل او هغه څه چې په غیر د ده د ارادې څخه را مینځته کیږی لکه رپیدل لیکن د بنده اراده او قدرت دواړه            د الله تعالی په اراده اوقدرت واقع کیږي دلیل ورباندې دا قول د الله تعالی دې: (لِمَن شَاء مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيمَ * وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) [سورة التكوير: 28، 29]
 ( د چا چې خوښه وي په تاسو کې چې ځان برابر کړي او ستاسو خوښه نه شی کیدای مګر چې الله یی وغواړي پالونکې د مخلوقاتو) .
ځکه دا ټوله دنیا د الله تعالی شتمني ده او د الله تعالی په شتمنۍ کې د الله د علم او ارادې څخه بهر هیڅ شې نه شته .
په قدر باندې ایمان لرل په دغه طریقه چه مونږ یی بیان وکړ دا یو بنده ته دلیل نه ورکوي په پریخودلو            د واجباتو یا په کولو د ګوناهونو بناء په دې چې څوک واجبات پریږدي او یا ګناهونه کوی او بیا په قدر دلیل نیسي دا دلیل نیول یی باطل دي د څو وجو څخه :
 د الله تعالی د دې وینا د وجې: (سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذاقُواْ بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ) [سورة الأنعام: 148]
 (ژر دې وبه وایی مشرکان که چیرې الله غوښتې وای مونږ او زمونږ مشرانو به شرک نه وای کړای او نه به مو هیڅ شې حرام کړې وای دغه رنګه درواغ ویلي وو هغه کسانو چې مخکې له دوي څخه وو تر دې چه و څکه هغوې عذاب زمونږ ، اووایه آیا تاسو سره څه دلیل شته چې ښکاره یی کړئ مونږ ته؟ تاسو نه یاست روان مګر ګومان پسې او نا یاست تاسو مګر درواغ ویونکي ) .
که چیرې د دوي په قدر باندې دلیل نیول سم وای الله تعالی به ورباندې خپل عذاب نه څکلو.
دا قول د الله تعالی:(رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللهِ حُجَّةٌ بَعْدَالرُّسُلِ وَكَانَ اللهُ عَزِيزًا حَكِيمًا) [سورة النساء: 165]
 (لیږلي مونږ پیغمبران ډیر په داسې حال کې چې زیري ورکوني وو منونکو ته او بیرونکي وو نامنونکو لره،           د دې دپاره چې د الله په وړاندې د دوئ عذر پاتې نه شي روسته د پیغمبرانو د لیږلو څخه او دې الله زورور او حکمتونو والا).
که چیرې مخالفینو دپآره په قدر دلیل نیول صحیح وای نو د پیغمبرانو په لیږلو به نه وای نفې شوای ځکه                د دوی مخالفت کول روسته د پیغمبرانو د لیږلو څخه هم د الله په قدر واقع شوې .
بخاري او مسلم او یوازی بخاري هم د علی بن ابی طالب څخه نقل کړي چې بیشکه نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی : (ما منكم من أحد إلا قد كتب مقعده من النار أو من الجنة)
 (نه شته په تاسو کې هیڅ یو کس مګر په تحقیق سره لیکل شوې ځای د هغه په اور کې هم او په جنت کې هم)
 د قوم څخه یو سړي اوویل: نو آیا په همدغې بروسه ونه کړو ای د الله رسوله ؟ نبی صلی الله علیه وسلم ورته وویل: یه ، عمل کوئ هر یو ته آسان کړې شویدې. بیا یی دا آیت ولوست : (فَأمَا مَنْ أَعطَى واتَّقَى) [سورة الليل: 5] (پس هغه څوک چې ورکړه وکړي او د الله عذاب ته وقایه جوړه کړي).


او د مسلم لفظ داسې دې:
(فكل مُيَسَّرٌ لما خلق له)( هر یو آسان کړې شویدې هغه څه ته چې هغې ته یی پیدایشت شوې) ،
نبی صلی الله علیه وسلم په عمل کولو امر کړې او په قدر باندې یی دتکیه کولو څخه ژغورنه وکړه.
بیشکه الله تعالی بنده ته امر او نهی کړی او نه یی دې مکلف کړې مګر د هغه د توان او طاقت په اندازه ، الله تعالی فرمایلی دي : (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) [سورة التغابن: 16]
( د خپل توان په اندازه د الله څخه اوبیریږې) .
او فرمایلې یی دي : (لاَ يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا) [سورة البقرة: 286]
 ( الله تکلیف نه باروي په یو نفس مګر د هغه د توان مطابق).
که چیری بنده مجبور وای د یو کار په کولو نو خامخا به مکلف وای په هغه څه چې ده به یی توان نه لرلې ، او دا باطل کار وو د دې وجې نه چې د یو بنده څخه ګناه وشي په ناپوهۍ سره او یا د نسیان د وجې او یا ورباندې زور وکړې شي په دې ټولو صورتونو کې دا ګناهګار نه دی ځکه دا معذور دې.
قدر دا د الله تعالی پټ راز دی په دی څوک نه پوهیږي مګر وروسته د واقع کیدلو دمقدور څخه او وروسته د بنده د ارادی څخه هغه کارلره چې کوی یې دغه بنده په داسی حال کې چې وړاندیوالی کړی وي ارادی دده په کار کولو دده پس نه شوه اراده دده دغه کارلره مبني په علم دده دالله په قدرباندی پدغه وخت کې نفی شوه دلیل نیول دده دالله په قدر ځکه دلیل نه دی صحیح د یو شخص دپاره په هغه څه چې دهغې علم ده سره نه وي.
6-مونږ ګورو یو انسان چې حرص کوي يه حصول دهغه څه چې دایې دخپل ځان دپاره د دنیا په کارونو کې مناسب ګڼي تردی چې لاس ته یې راوړي اونه کږیږي ددغه کار څخه هغه څه ته چې دایې مناسب نه ګڼي او بیا دلیل ونیسي په خپلو کږیدلو د الله په قدر ایا ددی دواړو کارونو یو حیثیت نه دی؟ یو مثال سره به ددی ښه وضاحت وشي د یو انسان مخی ته دوه لیاري دي یوه داسې ښارته رسیدلې چې هلته ګډوډي وژل، لوټمار، او دعزت سپکاوی، یره، لوګه ده، او دویمه لیار داسی یو کلی ته رسیدلی چې هلته نظام، امن، امان، پراخه ژوند، دنفسونو، عزتونو، مالونو، احترام کیږي په کومه یوه لیار به دا انسان درومي بیشکه دابه په دغه دویمه لیارځي کومه چې هغه کلي ته رسیدلي په کوم کې چې امن دی نظام دی د هیڅ عقل مند د پاره په هیڅ صورت کې ممکنه نه ده چې د هغه کلی په لیار دی روان شي په کوم کې چې ګډوډي او یره ده اوبیادی دلیل په قدر ونیسي چې دا به ماته مقرره وه پس ولې د اخرت په کار کې داور په لیار روانیږۍ نه د جنت په لیار او دلیل په قدر نیسي چې دا ماته مقدره وه.؟
بل مثال: یومریض دی چې دیودواء په څښلو ورته امر شوی او د هغه نفس یې نه غواړي او د هغه طعام     د خوړلو څخه منع شوی چې ده ته ضرر رسوي هغه پریږدي اوحال دا چې دده نفس یې غواړي داټول هغه څه دي چې دصحت موندلو او سلامتیا د پاره یې کوي، امکان نه لری چې دا دهغه دواء دڅښښلوڅخه ځان وژغوري اوهغه طعام چې ده ته ضرر رسوي هغه وخوري او بیا په قدر باندې دلیل ونیسې، نوولې یو انسان هغه څه چې الله او د هغه رسول ورباندې دکولو امر کړی او دایې نه کوي اوهغه چې الله او د هغه رسول ورڅخه ژغورنه کړې هغه کوي ، او بیا په قدر دلیل نیسې.؟
7-هغه څوک چې واجبات نه اداء کوي او نافرمانۍ کوی او بیا وایې چې دا ماته لیکل شوي ، په قدر دلیل نیسي که چیرۍ په دغه انسان څوک ظلم زیاتی وکړې ،مال یې واخلی،یایې څه بله بی عزتي وکړي او بیا په قدر دلیل ونیسي او ورته ووایې چې وروره ما ولې ملامته کوې؟ زما د طرفه چې ستا کومه بی عزتي وشوه دا خو د الله تقدیروو، نو دغه انسان به دده دغه دلیل قبول نه کړي. عجیبه خبره ده په ده چې چا زیاتی وکړ او هغه په قدر دلیل ونیوه ده قبول نه کړ، او دا چې د الله تعالی د حقوقو څخه تجاوز کوې دخپل ځان دپاره په قدردلیل نیسي.!
په قدرباندې دایمان لرلو ګټورې فائدي دي ځینې دهغي څخه:
1-الله تعالی باندې اعتماداو تکیه کول د اسبابو                   د استعمالولو په وخت کې نه په نفس سبب باندی ځکه هر شی دالله تعالی په قدردی.
2-کله چې یوانسان ته مراد حاصل شي ځان ته به نه غره کیږي ځکه دا یو نعمت وو د الله تعالی دطرفه، په دی وجه چې ده ته یې دخیر او کامیابۍ اسباب مقررکړي وو او ځان ته غره کیدل د ده څخه ددغه نعمت شکریه هیروي.
3-سکون او نفسې راحت په سبب دهغه اقدارو د الله تعالی چې په ده روان دي،نو دا بیانه تنګیږي د یو محبوب شی په فوت کیدو سره او یا د یو مکروه شی په رسیدو سره، ځکه دا ټول دالله قدر دی هغه ذات چې دهغه دپاره پاچاهی ده د اسمانونو او ځمکې او دغه کار کیدونکې وو اوهیچایې مخه نه شوه نیولای دی باره کې الله تعالی فرمای:
(مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الأرْضِ وَلا فِي أَنفُسِكُمْ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ * لِكَيْلا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلا تَفْرَحُوا بمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ) [سورة الحديد: 22، 23]
(نه رسیږې یو مصیبت په ځمکه کې اونه ستاسو په نفسونوکې مګر هغه لیکل شوی مخکې دپیدایش دهعې څخه بیشکه دا الله ته اسان دی،د دی دپاره چې تاسوغمجن نه شئ هغه څه پسی چې ستاسو څخه فوت کیږي اومست نه شئ په هغه نعمت چې الله تعالی درکړی او الله مینه نه کوي دهر متکبر او په نعمتونو باندی مستي کوونکو سره).
اونبی-صلی الله علیه وسلم-فرمایلی:(عجبًا لأمر المؤمن إنّ أمره كلَّه خير، وليس ذاك لأحد إلا للمؤمن، إن أصابته سرَّاءُ شكر؛ فكان خيرًا له، وإن أصابته ضرَّاءُ صبر؛ فكان خيرًا له)
 (دمسلمان کار ته تعجب دی بیشکه په هر کار کې دده خیردی،او د هیچا دپاره دانه ده مګر دا یواځې دمومن خصوصیت دی، که چیرې خوشحالی ورته ورسیږي او شکر ورباندې وکړي داهم دده دپاره خیردی،اوکه څه تکلیف ورته ورسیږي اوصبر ورباندی وکړي نو دا هم ورته خیردی) داحدیث مسلم روایت کړی.
په تحقیق سره د قدر باره کې دوه طایفې بی لیاری شوی یوه ددی دوو څخه جبریه ده:
داهغه خلک دي چې وایې: بنده مجبور دی په خپل کاې کولو کې یې هیڅ قدرت او اراده نشته
دویمه طایفه قدریه ده: دا هغه خلک دي چې وایې: بنده په خپل کارکې ازاد دی دالله تعالی دقدرت او ارادی د ده په کارکې هیڅ اثر نشته.
په دغه نظریه باندی رد د شریعت او د واقع د دلایلو په رڼاکې:
1-دشریعت دلیل: الله تعالی بنده لره خوښه او اراده ثابته کړی او ده ته یې دعمل نسبت کړیدی. الله تعالی فرمایلی:(مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ)
 [سورة آل عمران: 152]
 (ځینې په تاسوکې دنیاغواړی اوځینې په تاسوکې اخرت غواړي)
اوالله تعالی فرمایلی:(وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا) [سورة الكهف: 29]
 (اوووایه چې حق ستادرب د طرفه دی،دچاچې خوښه وي ایمان دی راوړي اودچاچې خوښه وی کفردی وکړي،بیشکه مونږ کافرانوته اورتیارکړی راګیربه کړي دوي لره لمبي داور).
اوالله تعالی فرمایلی: (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيدِ) [سورة فصلت: 46]
(چاچې دقران اوسنت مطابق عمل وکړفایده یې دخپل ځان ده اوچاچې بدعمل وکړوبال یې په هغه دی، او نه دی ستارب ظلم کوونکې په بنده)
2-دواقع دلیل: بیشکه هر انسان پیژنی فرق پخپلو اختیاري کارونو کې هغه چې دایې ترسره کوي پخپلی ارادی سره، لکه خوراک، څښاک، اخستل، خرڅول. او هغه کارونه چې دده څخه په غیر دده د ارادی واقع کیږي لکه، لړزه دشدیدی تبې، راغورځیدل. پس دغه انسان دا لمړي کارونه په خپله خوښه او اراده په غیر دکوم مجبوریت څخه کوي او په دی دویم قسم کارونوکې دده خوښه او اراده نشته کله چې واقع کيدل..
په دویمه طایفه(قدریه)شرعي اوعقلي رد:
1-شرعي رد: الله تعالی دهرشی خالق دی، او هر شی په خپله اراده کیدونکی دی په تحقیق سره الله تعالی پخپل کتاب کې داخبره په ډاګه کړیده چې دبنده ګانوکارونه د دوي په خوښه واقع کیږي. الله تعالی فرمایلی:(وَلَوْ شَاء اللهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَكِنِ اخْتَلَفُواْ فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَاء اللهُ مَا اقْتَتَلُواْ وَلَكِنَّ اللهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ) [سورة البقرة: 253](که چیری الله جبراغوښتی وای قتال به یې نه وی کړی لیکن الله تعالی کوي هغه څه چې وی غواړي).

اوالله تعالی فرمایلی:
(وَلَوْ شِئْنَا لآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لأمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ)[سورة السجدة: 13]
(که چیری جبرا مونږ غوښتی وای خاماخا به مونږ هر نفس ته هدایت کړی وای، زمونږ وینا ثابته شوې چې خاماخا به زه جهنم ډکوم د پیریانو او انسانانو څخه).
عقلي دلیل:
ټول کاینات دالله تعالی ملک دی اوانسان ددی کون یو جزء دی نو دا هم دالله تعالی ملک دی مملوک اختیارنه لری چې دمالک په جایداد کې لاسوهنه وکړي مګر د مالک په اجازه او د هغه په خوښه یې کولای شي.
داسلامی عقیدې هدفونه:
هدف په لغت کې په دوه معانیوسره استعمالیږي
۱:-هغه نښه چې دویشتلو د پاره درول شوې وي هغې ته هم هدف وایې.
۲- هر مقصدي کار ته هدف ویل کیږی. داسلامي عقیدې هدفونه یعنې دهغې مقصدونه اولاس ته راوړنې چې مرتب وي په عمل کولوسره نودغه هدفونه ډیر او قسماقسم دي چې ځینی یې په لاندی ډول بیانیږې:
1-الله تعالی ته ېه بنده ګۍ کولوکې اخلاص،ځکه چې هغه خالق دی هیڅ شریک نلری نو لازمه ده چې دغه خالق مقصد وګرځولای شي او یواځې دده عبادت وکړای شي.
2-دسوچ فکر را ازادول دهغه لیونتوب او ګډوډۍ څخه چې پیداشوې په هغه زړه کې چې خالي دی د دغه مقدسې عقیدی څخه، ددی وجه نه کوم زړه چې ددغه عقیدې څخه خالي وي یاخوبه هیڅ عقیده نه لرۍ صرف د محسوساتو بنده به وي او یا خو به په ګمراهۍ او خرافاتو کې لیونتوب ته رسیدلې وي.
3-نفسي او فکري راحت، نفس فکر هیڅ قسم پریشانې نه احساسوی ځکه دا عقیده مومن خپل خالق ته رسوي، دهغه په ربوبیت او تدبیر کولو، اوفیصله، اوتشریع باندې خوشحاله وي، دهغه په قدر باندې دده زړه ته ارام او سکون راځي، اسلام ته یې سینه پراخیږي او د اسلام په مقابل کې بل بدیل نه لټوي.
4-د الله تعالی په بندګۍ کې او د مخلوق سره په تعامل کې دده قصد او عمل د کجروۍ او انحراف څخه پاک وي، ځکه هغه چاچې په پیغمبرانو باندی دایمان راوړلو مضبوط بنیاد کیښوده چې مشتمل وي په پیروۍ کولو سره دپیغمبرانو دلیارې نو دغه انسان پخپل قصد او عمل کې د پوره سلامتیا خاوند دی.
5-کلکوالې او کوښښ کول په کارونوکې:
نه بربادوی هیڅ فرصت دعمل صالح مګر د هغې څخه ګټه اخلې د ثواب په امید. اونه ګورې د ګناه یو ځای مګر د هغې څخه ډ ډه کوې دالله د عذاب دیري دوجه، ځکه چاچې په دوباره ژوند اوپه عملونو باندی سزا ورکولو سره خپل ایمان مضبوط کړ.


(وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُواْ وَمَا رَبُّكَ بغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ) [سورة الأنعام: 132]
(د هر چا دپاره درجې  دی د هغه د عملونو مطابق کوم یې چه کړیدي او نه دی ستا رب ناخبره دهغه عمل څخه چې دوې یې کوي).
اونبي-صلی الله علیه وسلم-په دغه مقصد هم په دنیاکې تیزې ورکړیده:
(المؤمن القوي خيرٌ، وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف، وفي كل خير، احرص على ما ينفعك، واستعن بالله، ولا تعجز، وإن أصابك شيء فلا تقل: لو أنِّي فعلت كذا كان كذا وكذا، ولكن قلْ: قدَّر الله وما شاء فعل؛ فإن (لو) تفتح عمل الشيطان)
 (قوې ایمان والا بهتردی اوخوښ دی الله تعالی ته دکمزورې ایمان والاڅخه اوټولوکې خیرشته،هغه څه چې تاته ګته رسوې په هغې حرص کوه اودالله څخه مرسته وغواړه اوکه چیرې تاته څه تکلیف ورسیږې مه وایه که دامې کړی وای نوداسی به شوې وای او داسې به شوې وای، لیکن ووایه: هرشې الله اندازه کړی اوهغه څه کیږې چې الله یې وغواړي بیشکه-لو-دشیطان لیار پرانیزي) روایت یې امام مسلم کړی.
6- داعقیده یوپیاوړی امت جوړوي صفت به یې داوی چې هر قیمتی او ارزانه ددي دین په کلکوالې خرچه کوي او ددی دین ستنې به ورباندي کلکوي اوپه دغه لیارکې چې ورته هرڅه رسیږې پروایې نه لري. دی باره کې الله تعالی فرمایلي:
(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) [سورة الحجرات: 15]
(بیشکه هغه ایمان والا چې صحیح ایمان یې راوړی او شک یې نه دی کړی او جهاد کوې پخپلو مالونو او نفسونو د الله په لیارکې صرف هم دوي ریښتینې مومنان دي).
7-د دنیا او اخرت سعادت ته دی رسوي که انفرادی طور سره وي او که اجتماعي طور سره اوکه د ثوابونو او عزتونو حاصلیدلو سره وي. دي باره کې الله تعالی فرمایلی:
(مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ)
 [سورة النحل: 97]
(څوک چې د قران او سنت موافق عمل وکړي که نارینه وي او که ښځینه وي پداسی حال کې چې مومن وي، خاماخا قسم دی مونږ به دوي ته مزیدار ژوند ورکړو، او خاماخا قسم دی مونږ به دوي ته خایسته اجر  د دوي د عملونو ورکړو).
داسلامۍ عقیدې دا یوڅو هدفونه وو الله څخه امید لرو چې مونږ او ټولو مسلمانانو کې پیدا شي.